مخ پټو وسله والو په کندهار کې یو څارنوال شهید کړ
خبریال وېبپاڼه/ نامعلومو وسله والو د کندهار د ډنډ ولسوالۍ د استناف څارنوالۍ د تحقیق څارنوال محمد نبي مظلوم شهید کړ.
ځایي سرچینو خبریال وېبپاڼې ته وویل، چې پېښه نن سهار د کندهار ښار د دوهمي حوزې اړوند له مشرقي لیسې سره رامنځته شوې ده.
د برید مسوولیت تر اوسه کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.
سربېره پر دې چې د کندهار په یو شمېر ولسوالیو کې شدیده جګړه روانه ده، په دغه ولایت کې هدفي وژنو زور اخیستی دی.
پرون د دې ولایت د درېیمې ناحیې اړوند شین غزي اصحابي زیات سره دوه پولیس د مخ پټو وسله والو لخوا په شهادت ورسېدل.
سره له دې چې په قطر کې د سولې مذاکراتي ټیمونو ترمنځ د خبرو د اجنډا پر سر ابتدايي هوکړه وشوه، خو د افغانانو د وینې د بهېدو لړۍ لا هم روانه ده، هغه څه چې خلک یې د هېواد او ځان د راتلونکي په اړه اندېښمن کړي دي.
بل خوا په دوحه کې د سولې خبرې شل ورځې وځنډېدې چې د افغانانو ګڼ غبرګونونه یې وپارول او دغه چاره یې د سولې د ځنډ لامل وبلله.
هلته بیا د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي هیله ښودلې چې په دوحه کې د مذاکرو وقفه به، په افغانستان کې جګړې او هدفي وژنې بندې کړي.
رولاند کوبیا پرون ناوخته په یوه ټویټ کې وویل، که دا کار ونه شي، جنګ او خبرې به نه وي، بلکې یوازې به جنګ دوام پیدا کوي.
ښاغلي کوبیا زیاته کړې، د تاوتریخوالي دوام، د افغانستان د سولې نوې غوړېدلې پروسه لا ستونزمنوي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.