The news is by your side.

 د پاکستاني پوځ پر ضد د وزیرستانیانو د صبر کاسه نسکوره شوه

خبریال وېبپاڼه/ په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني عسکرو پر ضد د خلکو د صبر کاسه نسکوره شوه او یو ځل بیا یې یو پراخ لاریون پیل کړی دی.

دوی تازه د پاکستاني پوځ له لوري د یوه ملکي وګړي د وژل کېدو په غبرګون کې په لاریون لاس پورې کړی او د عدالت غوښتنه کوي.

د دغه لاریون ګډونوال وایي، دا لومړی ځل نه دی چې پاکستاني پوځیان په غیر قانوني توګه هلته بې ګناه ملکي وګړي په نښه کوي.

ددوی په خبره پاکستاني عسکرو تېره ورځ یو ملکي وګړی د تالاشۍ پر مهال وژل دی چې اوس یې ددې پېښې په غبرګون کې لاریون کړی دی.

 مدني فعالان او د سیمې اوسېدونکي وایي چې د پاکستاني پوځ له ظلمونو ستړي شوي دي او باید نړیوال یې غږ واوري.

د پښتونخوا په ملي اسامبلۍ کې د شمالي وزیرستان استازي ویلي دا لومړی نه دی چې پاکستاني عسکر دغه ډول نارواوې او ظلمونه کوي نو له همدې امله خلک ستړي شوي او د ظلمونو د پای ته رسېدو غوښتنه کوي.

هغوی وړاندې وايي، پوځيان او حکومتي عسکر ئې کورونه په غير انساني شکل تلاښي کوي، ځوانان او مشران له کورونو باسي، لاسونه ئې ورتړي، په ورځو او شپو ئې بنديان کوي.
د سيمي خلګ وايي، چي د حکومت د غير انساني چلند پر ضد به د دوی لاریون روان وي.
د پرلت يو ګډونوال وايي، حکومتي سرتېري مو له کورونو راباسي، ښځو ته مو بد رد وايي او سپين ږيري مشران مو لاس تړلي په ورځو او شپو بنديان وي.
په دغه لاریون کي له نږدې سيمو څخه د پښتون ژغورني غورځنګ ګڼ شمېر پلويان هم ورټول شوي دي، هغه غورځنګ چې د پاکستان په ګوټ ـ ګوټ کې یې د پاکستاني حکومت د ناروا پر ضد له ډېرې مودې راهیسې د حق چیغه پورته کړې او په لر او بر کې پښتنو ته عدالت غواړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.