The news is by your side.

فضل محمود فضلي پرانيستې دولت داري به ملت او دولت نېږدې کړي

فضل محمود فضلي پرانيستې دولت داري به ملت او حکومت نېږدې کړي

خبريال وېبپاڼه/ فضل محمود فضلي د ولسمشر سلاکار وايي چې پرانيستې دولت داري به د ولس او دولت فاصله له منځه يوسي او په حکومت باندې به د خلکو باور زيات شي، فضلي چې د فساد سره مبارزې په هکله يې خبرې کولې وويل چې دداسې يو سيستم څخه چې پکې معلوماتو او حساب ته د خلکو لاسرسی کم وي بايد بهر شو او داسې يو تګلاره خپله کړو چې خلک پخپله په عام ډول د حکومت له چارو او حسابونو څخه خبر وي.

د ملت او حکومت نیږدې والی
د ولسمشر سلاکار پخپلو خبرو کې دې ته پکي په تکرار سره اشاره وکړه چې پرانيستې دولت داري به د ولس او حکومت ترمنځ فاصله ختمه کړي، فضلي په داسې حال کې د ولس او حکومت ترمنځ د رابطې د راکمولو هڅه کوي چې خلک د حکومت څخه خوابدي دي، خدماتو ته نه لاسرسی، د سرچينو بې انډوله وېش، د چارواکو بې پروايي، دداسې يو سيستم نشت والي چې خلک پخپله د حکومت کړه وړه او مصارف وڅاري ددې سبب شوي چې خلک له حکومت څخه فاصله ونيسئ.

د خلکو باور او هيلې
فضل محمود فضلي په خپلو خبرو کې ددې يادونه هم وکړه چې پرانيستې دولت داري او ملت ته حساب ورکول به په حکومت باندې د خلکو باور زيات کړي او خلک به هم نور د حکومت په وړاندې مسولیت پذير چلند وکړي.

دا چې اوس خلک پخپله په دې قناعت دي چې حکومتي چارواکي د خپل ځان د ګټو لپاره کار کوي نو په حکومت باور نه کوي د حکومت مال خپل مال نه ګڼي، فضلي وويل که ملت ته حساب ورکړل شي نو د ملت مرسته او باور به دواړه د حکومت سره وي او دا کډې همکارۍ به په افغانستان کې د يو بنسټيز او غښتلي حکومت په رامنځته کېدو کې مرسته وکړي.

د نړيوالو مرستې شفافیت پورې اړه لري
د ولسمشر سلاکار همداراز وويل چې نړيوال به بې حسابه مرستو ته دوام ورنکړي، نړيوال د حکومت څخه د خپلو مرستو حساب غواړي، نړيوال غواړی په دې پوه شي چې پيسې يې په افغانستان کې په څه باندې مصرف کېږي.

فضلي وويل چې د خلکو سره ګډ کار د معلوماتو شريک کول او حساب ورکول به ددې سبب شي چې شفافيت رامنځته شي او په دې ډول به د نړيوالو باور هم رامنځته شي او نړيوال به نه يوازې چې د افغانستان سره مرستې کمې کړي بلکې خپلې مرستې به نورې هم زياتې کړي.

فضلي په داسې حال کې په افغانستان کې د يوې پرانیستې او ملت شموله دولت دارۍ څخه خبرې کوي چې اوس مهال د هېوادوالو همکاري د حکومت سره پيکه ښکاري خو که د چارواکو خبرې د عمل ساحه کې وليدل شي نو هېڅ شک نشته چې د فضلي خبرې دې په حقيقت بدلې شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.