The news is by your side.

ایا د سر درد له لاملونو او ډولونو خبر یاست؟

خبریال وېب پاڼه/ څېړنو دا په ډاګه کړې ده، چې د سر دردي په لومړینو لاملونو کې یوه هم تغذیه ده. چې ۷۰ سلنه سر درد له تغذیې سره مستقیم ټړاو لري.مونږ تاسو ته په دې لیکنه کې د سر درد په ډولونو باندې غږېدلې یو، او ترڅنګ یې هغه نښې نښانې مو ښودلي، چې له سر دردي سره مل وي. چې په لاندې ډول ښودل کېږي:

١: نرمه سر دردي
کله چې د انسان په بدن کې د سر عضلات،غاړې او څنګلو کې درد راپیدا شي، نو د دې دردونو له وجې هم د انسان په سر درد شي، چې نرمه سردردي ورته وایي. چې په عامه سردردي هم یادېږي.

٢: نیمه سر دردي

نیمه سر دردي د سر په یوه برخه کې وي، او یا هم لنډمهاله تبه وي،چې ورو ورو ټول سره ورسره په درد شي. یوناني ژبه کې ورته( نیم سري )هم وایي.د دې سر دردي نښو کې ویلي شو، چې انسان د خستګي او سستۍ احساس لري،او کله کله بیا ورسره استفراق هم مل وي.

٣: د دماغ شاوخوا سر دردي

د دې سردردي نښې دا دي، چې تبه او د څټ شخېدل ورسره مل وي.لومړی یو ډول مړ غوندې درد وي خو ورو ورو ورسره ټول سر په درد شي، چې د د ې ډول سر دردي ښه کېدو لپاره ښه لاره دا ده، چې استراحت او خوب وکړو.

٤: د ماغزو د تومور له امله سردردي

د ماغزو د تومور له امله سر دردي له نور سره توپیر لري، او د ډاکټرانو په ویناو چې دا ډول سردردي ډیری وختونه د سهار له خوا وي، او ډېره شدیده تبه ورسره هم مله وي.

٥: د ویني د لوړ فشار له امله سر دردي

د وینې لوړ فشار په ناروغانو کې هم یو ډول سر درد وي، او کله یې چې د وینې لوړ فشار کچه لوړه شي نو د سر درد ورته پیدا شي.

٦: د سترګو له لوري سر دردي

د سترګو له لارې انسان ته سردردي ځکه پیدا کېږي، چې کله مو سترګې سم سه نه ویني نو پر اعصابو فشار راځي، او یا هم ویلی شو د مطالعې او تلویزیون لیدلو په وخت کې چې د سترګو پر دید ډېر فشار راشي نو د سر درد هم ورسره راڅرګند شي.

٧: د سینوس له امله سر دردي

دا ډول سر دردي ډېری په تندي برخه کې وي. چې د سینوسونو التهاب له امله د انسان په درد باندې سر کېږي. کله چې غاړو څملو نو د سر برخه کې مو درد شي ، او یا هم کله چې له خوبه پاڅېږو نو له دې ډول سر درد سره مخ کېږو

٨: د غاښونو انتاني ناروغۍ له امله سر دردي

د دې ډول سردردي مرکز مخ کې وي.چې له مخ څخه پلېږي او ورو ورو تر ټول رسېږي.

٩: کلستري سر درد

په دې ډول سر دردي کې د ناروغ سر ډژر شدید درد کوي.او په نارینه وو ډېر لیدل کېږي، چې په ۱۰ ناروغانو کې یې ۹ سړي دي.

لیکنه مریم صدیقي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.