The news is by your side.

شمالي وزیرستان کې د پوځ ضد لاریون روان دی

 

خبریال ویبپاڼه/ د پاکستاني ریاست او پوځ په وړاندې تل د هغوی د ظلمونو له کبله خلک پورته کیږي یا وسلواله مبارزه کوي او یايې هم پر ضد لاریونونه کوي

هغوی له خلکو سره جنایت کوي ځکه داسې ورسره کیږي، په شمالي وزیستان کې وروسته له هغه خلکو لاریون پیل کړ، چې پاکستاني پوځیانو یو ملکي وګړی شهید کړی.

خلکو دې موضوع ته په غبرګون کې را وتلي او او لاریون کوي هغوی وایي چې په دې سیمه کې پاکستاني پوځیان په غیري قانوني او ظالمانه ډول سره ملکي وګړي شهیدان کوي، او داسې کړنې يې څو ځله وړاندې هم ترسره کړې دي

لاریونوال وايي  پاکستاني عسکرو تېره ورځ یو ملکي وګړی د تالاشۍ پر مهال شهید کړی  چې اوس یې ددې پېښې په غبرګون کې لاریون کړی دی.

په دې سیمه کې فعالین او سیمه ییز اوسیدونکی وايي له د پاکستان پوځ له ظملونو څخه ستړي سوي او باید نور يې ږغ په نړیواله کچه واوریدل سي.

یوازي وزیریستانیان له دې ظلمه کړیږي؟

کله چې د پاکستان بنسټ ښودلی سوی نو د ظلم او تیري کلیمه ورسره لیکل سوې په پاکستان کې میشت ټول پښتانه نژدې هره ورځ د پاکستاني پوځ د تشدد په حملو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي او یاهم له خپلو کورونو تري تم کیږي چې په وړاندې يې زیات شمېر غبرګونونه هم راپورته سوي.

له دې سره ترخوا په پاکستان کې د میشتو بلوڅانو سره هم ورته ظلمونه ترسره سوي او د بلوڅانو نسل وژنې ته اقدام سوی چې  پر مهال يې دا خلک مجبوره سوي چې د پاکستاني نظام په وړاندې وسلواله مبارزه پیل کړي تراوسه پوري د پاکستان پوځ د کوچنیو ظلونو بېلګې ښکاره سوې چې خورا وحشتناکې او له دردونو ډکې دي.

په شمالي وزیرستان کې  د پاکستان پوځ پر ضد پرداسې مهال لاریون کیږي چې موده مخکې په چمن او کراچۍ کې  هم د پښتون ژغورنې غورځنګ له لوري لويي جلسې جوړې سوې چې د پاکستان د ظلم په وړاندې پکښي ږغ او چت سوی وو

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.