The news is by your side.

افغانستان کې هدفي وژنو ته د اروپايي ټولنې غبرګون

خبریال ویبپاڼه/ داسې ورځ به نه وي چې هره ورځ د افغانستان پلازمینه کابل کې د هدفي وژنو په ترڅ کې څوک ژوند له لاسه نه ورکوي په ورځني ډول افغانستان کې د هدفي وژنو  له کبله ډیر کسان وژل کیږي

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي رولاند کوبیا په خپل یوه ټویټ کې ویلي چې  په دوحه کې به د سولې د مذاکراتو وقفه، په افغانستان کې جګړې او هدفي وژنې بندي کړي کوبیا ویلي که دا چاره ترسره نسي نو جنګ ااو خبرې به نه وي، بلکي یوازي به جګړه دوام کوي

ده ویلي چې روان تاوتریخوالی کولای سي د سولې نوې غوړیدلې لاره له خنډونو او ستونزو ډکه کړي ځکه نو پکار ده چې  جګړه ودرول سي

کومې هدفي وژنې؟

کابل او د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې دولتي کارکوونکي، پخواني نظامیان مدني فعالان او خبریالان په نښه سوي چې په بیلابیلو بریدونو کې شهیدان سوي دي، په دې هکله د عامو خلکو ترڅنګ ټول اندېښنه لري چې د پخوا په پرتله د ښارونو امنیت خراب سوی او مشهوره څېرې په نښه کیږي.

د خبریالانو، او نورو فعالینو په نښه کولو وروسته خلکو له دولته د جدي امنیت نیونې غوښتنه کړې او زیاته کړې يې ده چې باید د خلکو سر او مال وساتل سي.

دا بریدونه او وژنې لا دوام لري نن يې د کابل مرستیال والي شهید کړ.

د کابل ولایت مقام مالي او اداري مرستیال محبوب اله محبي نن سهار له خپل سکرتر سره د مقناطیسي ماین په چاودنه کې شهید شو.

د کورنیو چارو وزات وايي، پېښه نن سهار د کابل ښار د مکرویانو سیمه کې رامنځته شوې ده.

یاد وزارت زیاتوي، محبوب‌الله محبي د مقناطیسي ماین په واسطه په نښه شوی چې له امله یې هغه او د هغه سکرتر شهیدان او د هغه دوه ساتونکي ټپیان شوي دي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.