The news is by your side.

 بېړنی خبر؛ د کابل مرستیال والي شهید شو

خبریال وېبپاڼه/ د کابل ولایت مقام مالي او اداري مرستیال محبوب اله محبي نن سهار له خپل سکرتر سره د مقناطیسي ماین په چاودنه کې شهید شو.

د کورنیو چارو وزات وايي، پېښه نن سهار د کابل ښار د مکرویانو سیمه کې رامنځته شوې ده.

یاد وزارت زیاتوي، محبوب‌الله محبي د مقناطیسي ماین په واسطه په نښه شوی چې له امله یې هغه او د هغه سکرتر شهیدان او د هغه دوه ساتونکي ټپیان شوي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.