The news is by your side.

پر ترکیې د امریکا د بندیزونو پیل

خبریال ویبپاڼه/ امریکا او ترکیې په خپلو کې له وړاندي اړیکي درلودې خو په ځینو برخو کې ترنګلتیاوي موجودې وي او اوس تازه امریکا د ترکیې پر یو شمېر برخو بندیزونه لګولي دي

راپورونه وايي چې د امریکا له لوري د ترکیې پر دفاعي برخې بندیزونه و ضعه کړي امریکا دا اقدام وروسته له هغه کوي  چې  له ترکیې سره يې څو ځله د ایس ۴۰۰ سیسټم د نه پیرلو په هکله خبرې کړې

امریکا ویلي له ترکیې سره يې څو ځله د ایس ۴۰۰ سیسټتم د نه پیرلو په خاطر خبرې کړې خو بې پایلې پاتي سوې اوس مجبوره دي چې د ترکیې پر دفاعي سیسټم بندیزونه ولګوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې پر ترکیه بندیزونه لګولي او تر ډیره بریده به دا بندیزونه د ترکیې پر دفاعي برخه کې وي هغه ویلي له دې بندیزونو کیدلای سي د وسلو او نظامي قطعاتو تامینوونکې او تولیدوونکې څانګې او نورې نظامي برخې اغېزمنې سي

تراوسه پوري په دې اړه د ترکیې هېواد خپل نظر نه دی شریک کړی خو حتمی به کوم عکسلعمل ولري

خنډونه او جنجالونه به څه وي؟

دا چې امریکا او ترکیه دواړه د ناټو غړي هېوادونه دي دا بندیزونه کولای سي چې د ناټو نورو غړو هېواودنو ته یو لړامنیتي خنډونه ایجاد کړي، چې ښايي په سیمه ییزه کچه د امریکا په مقابل کې مخالفتونه را ولاړ سي، تر ډيره بریده پر یوه هېواد بندیزونه محدویتونه او خنډدونه رامنځ ته کوي چې کولی سې زیاتي ستونزې را ولاړې کړي.

امریکا د نړۍ پر یو زیات شمېر هېوادونو په بیلابیلو برخو کې بندیزونه لګولي چې ډیری یې له ستونزو سره مخ کړي دي.

د ټرمپ د ګوتو په شمار ورځې  پاتي دي چې له دې وروسته به د امریکا ولسمشریزې چارې د ډیمکراټانو بریالی سوی منتخب ولسمشر جو بایډن پرغاړه اخلي.

بایډن ته ستونزې په سیمه کې د امریکا د ترینګلو اړیکو سره سره ټرمپ یو له جنجاله ډکه امریکا نوموړي ته پریږدي چې هغه ته دا جنجالونه څو کلونه غواړي تر څو حل يې کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.