The news is by your side.

بهرنیو چارو وزارت له پښتو ژبې سره ښکاره دښمني پیل کړې

لیکوال: هادی مخلص

خبریال وېبپاڼه/ بهرنیو چارو وزارت له پښتو ژبې سره د مور او میرې چلند کوي او پښتو یې نژدې په بشپړ ډول له رسمیاتو بهر کړې ده؛ د افغانستان په اساسي قانون کې پښتو او دري دواړه د هیوادرسمي ژبې ګڼل شوي دي خو په په عمل کې داسې نه ده، د ډېری نورو دولتي ادارو په شمول د بهرنیو چارو په وزارت په سلو کې اووه نوي سلنه مکتوبونه، اعلامیې، خبرپاڼې او خبرتیاوې په دري ژبه لیکي. که تاسو د دې وزارت ټویټر، فیسبوک پاڼې او وېبسایټ ته سر ورښکاره کړئ، په ډېره سختۍ به پښتو متن پکې پیدا کړئ.

 دا کار د اساسي قانون د ۱۶مي مادې څخه په ښکاره سرغړونه کول دي، څوک چي اساسي قانون تر پښو لاندي کوي، هغه مجرم دی، خو دغه وزارت بیا هم په ډېره بې شرمۍ له پښتو ژبې سره توپیري چلند ته ملا تړلې ده، چې له امله یې له یوې خوا پښتانه له سختو ستونزو سره مخ کړي او له بلې خوا په هېواد کې ژبني تعصب ته لا هواروي.!

ولسمشر غني خو په دواړو ژبو خبرې کوي او زه فکر کوم چې ولسمشر د اساسي قانون د یو حمایت کوونکی په حیث دا دنده لري چې دواړو ژبو ته په یوه سترګه وکوري، همداشان ټولو هیوادوالو او دولتي چارواکو ته ښايي چې اساسي قانون ته په درنه او یوه سترګه وکوري. د افغانستان دولت له طالبانو څخه غواړي او دا شرط یې ورته ایښی دی چې د سولې خبرو کې باید د افغانستان اساسي قانون ومني، اوس چې دولت طالبانو ته دا شرط ایښی دی نو پکار دي چې دولت په خپله اساسي قانون ته احترام وکړي او پښتو ته هغسې رسمیت ورکړي څرنګه چې یې دري ژبې ته ورکړی دی.

هماغه خبره ده، چې پښتو ژبې ته تر ټولو زیات زیا پخپله پښتنو ور اړولی دی، د بهرنیو چارو لغمانی پښتون وزیر چې له پښتو سره دا ډول چلند کوي، په نورو ادارو کې به ولې دا ډول چلند نه ورسره کېږي؟

زه د دري سره تعصب نه کوو، دري ژبي ته نه وایم چې ته ولې په دري مکتوب، وړاندیز، نوټ، خبر، اعلامیه او احکام لیکې، مګر پښتون ته څه ور پېښه ده چې د پښتو پر ځای يې په دري ژبه لیکي؟
خپلې ژبې ته د خپلو خلکو متوجه کول تعصب نه دی، هغه د پاچا خان خبره چې هر څوک خپله ژبه ورکه کړي ورکېږي او چا ته چې خپله ژبه سپکه شي سپکېږي، زموږ ژبه په موږ ښایسته کېږي، که يې زه نه وایم؛ نو څوک به پيدا شي چې زما ژبې ته خدمت وکړي؟ که زه د خپلې ژبې په ویلو شرم وکړم؛ نو بل به لا نورو ته د پېغور ښه ځای پيدا کړي چې که بل وخت بل کس ویله؛ نو دوی به ورته وايي چې ته متعصب يې ځکه پلاني پښتون له موږ سره پښتو نه ویله نه يې لیکله؛ نو ته ولې داسې کوې؟.
دا هم له خپل ځان سره بې وفايي ده، هم له مورنۍ ژبې سره، هم له قوم سره که څوک خپلې ژبې ته وفادار پاته نه شي؛ نو بلې ته به څه وکړي؟ که په چا کې د خپلې ژبې او خپل قوم ته د خدمت همت نه وي؛ نو بل ته څه خدمتونه وکړي؟ زه د یوه پښتون په صفت هغه مهال زیات خپه کېږم چې یو پښتون را ته د دري وړاندیز را کړي، یا پر وړاندیز را ته دري احکام وليکي، یا هم نوټ په دري نیسي، ځينې پښتانه مې داسې هم لیدلي دي چې په پښتو بېخي سم سهي لیکل نه ‌شې کولای، مګر د دري قلم يې خورا تېز چلېږي.
دا کار نور خورا زیات شو، پښتانه لیکوال او د پښتو خدمت کوونکي باید خپله پښتانه دې نیمګړتیا ته متوجه کړي، تر څو به موږ د بل په ژبه لیکل کوو؟ بلې ژبې ته به خدمت کوو؟ خپله ژبه کې به یو مکتوب نه شو لیکلای، خو د بل په ژبه به لویې پرپړې لیکو؟ دا په داسي حال کې چې هغوی خوشاله هم نه دي او که دي درې خبرې پښتو دې دري وکړې؛ نو د متعصب تور هم درباندې پورې کوي.
په دې هیله چې پښتو هم یوه ورځ د علم او دفتر ژبه شي او نه یوازې پښتانه يې په لیکلو ویاړ وکړي، بلکې نور لږکي هم د دري په شان پښتو ته هم پاملرنه وکړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.