The news is by your side.

پاکستان وايي، طالبان دې د جګړې شدت کم کړي

خبریال وېبپاڼه/ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اسلام اباد ته د ملا برادر په مشري د طالبان له ورغلي پلاوي غوښتي چې په افغانستان کې د جګړې شدت کم کړي.

دغه څرګندونې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر طالبانو سره تر کتنې وروسته خبریالانو ته کړې دي.

قریشي ویلي، د جګړې ټولې خواوې باید تاوتریخوالی کم کړي، یوازې طالبان مسوولیت نه لري، تر څو اوربند ته زمینه برابره شي.

د ملا برادر په مشري د طالبانو د قطر دفتر یو نهه کسیز پلاوی پرون اسلام اباد ته رسېدلی او له عمران خان سره به هم وګوري.

که څه هم پاکستان ته د طالبانو دې سفر ګڼ غبرګونونه له ځانه سره درلودل، خو افغان حکومت ویلي چې دغه سفر د دوی په مشوره ترسره شو او دوی له دې سفره خبر و.

طالبان به په خپل کور «پاکستان» کې څه وکړي؟

که څه هم اسلام اباد او پاکستان د طالبانو اصلي کور دی، هلته یې کورنۍ دي، هلته یې جایدادونه دي، تجارتونه یې روان کړي، هلته ورته زیات سهولتونه برابر شوي او ډيرې پټې کتنې کوي، خو دا سفر یې د افغانانو له سخت غبرګون سره مخ شوی دی.
طالب مشران به له دې سفر وروسته په پاکستان کې بېلابېلو ایالتونو ته ځي، له پوځي او استخباراتي مرکزونو به کتنې کوي او غواړي دغه شل ورځنۍ رخصتي په ارامه هلته له خپلو بادارانو سره تېره کړي او بیا نوي فرمایشات افغان حکومت ته وړاندې کړي.
دوی به د دې سفر په ترڅ کې له پاکستاني لوري سره افغان جګړه او سوله باندې پټي مشورې وکړي، چې د جګړې لپاره څومره امکانات ورکولی شي او د سولې لپاره څنګه تګلاره انتخاب کړی چې د پاکستان ګټې پکې خوندي وي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.