The news is by your side.

اتمر بيا «وجدان» خرڅ کړ

اتمر بيا «وجدان» خرڅ کړ

خبريال وېبپاڼه/ د هېواد جنجالي څېره چې طرف يې نه دی معلوم کله په یوه خوا کله په بله، کله د حکومت ضد کله په څنګ کې وي، کله پښتون شي کله د پښتون په وړاندې وي، مطلب معلوم نه دی چې اتمر به سبا چېرته وي.

تازه اتمر بيا په پلور پيل کړي او دا ځل يې بيا خپل وجدان خرڅ کړئ دی، اتمر په يوه مرکه کې تازه ويلي دي چې افغانستان د لږکيو هېواد دی او هیڅوک هم پکې اکثریت نه دي.

که څه پښتانه د خپل اکثریت په بنسټ پدې هېواد کې د چا څخه برتري نه غواړي خو د حقیقت د تخریب کولو اجازه هم چاته نه ورکوي‌.

اتمر په افغانستان يوه ترټولو ښويه څېره ده، چې هر طرف ته ښويېږي، کله یې ځان د ټلوالې په غېږ کې اچولی وي او کله بيا هڅه کوي ځانته نړيوال خريدا پيدا کړي او کله چې ورباندې لاره ورکه شي بيا د حکومت غېږ ته ورسي.

چې نه کار هلته دې څه کار
د اتمر غوندې پټي ساتونکي ذات چې تل يې خپل پټی ساتلی هېڅکله بايد داسې لويو مسلو ته خوله وانه چوي، د افغانستان اوسني وضعیت ته وګوره په نړيوال سټېج کې د افغانستان انځور ته وګوره او د اتمر دې بې ځايه بی بنسټه خبرو ته.

همدا اوس د بهرنیو چارو وزرات د فساد په مرکز بدل شوی دی، د نړیوالو سره په اړيکو پاللو کې اوس ان د طالبانو هغه دفترګی تر دوی ډېر بريالی او فعال دی خو اتمر خپله کار او دنده نه پېژني خپل مسولیت يې پرېښی دی او راغلی د پښتنو په خرڅولو باندې ځانته ځای لټوي.

اتمر کولي شي په ښه کار په صداقت په ښه فعاليت خپل ځانته ځای پيدا کړي ده ته پکار په دی چې د پښتنو د هويت په سودا د پښتنو د شتون په سودا باندې سوداګري وکړي او ځانته ځای ولټوي.

د پښتنو اکثریت د اتمر په ويلو يا نه ويلو بدلون نکوي، پښتانه ددې هېواد زړه دی او زړه به پاتې شي، خو د اتمر غوندې خلک ځکه په دې لاره کې بد ښکاري چې د همدې پښتنو په هويت او شناخت نن دی دې مقام ته رسېدلی دی، دی دې اوس د همدې قام په سر سودا نه کوي او نه به دا قام دی دې ته پرېږدي چې ددوی په سر او هويت سودا وکړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.