The news is by your side.

د قدرت په نشه کې له اتمره لاره ورکه شوې

­

د افغانستان ټول قومونه، فرد فرد د قدر وړ او عزیز دی د لته که څو اقلیت دي یاهم اکثریت ټول په ورورولۍ ژوند کوي خو دا چې د اتمر غوندي یوڅوک په دې بحث کوي چې اقلیت او اکثریت څوک دي باید ځواب يې وکړل سي

پښتون اتمر چې د دې  دولت له پیله تراوسه پر بیلابیلو څوکیو کار کړی او کوي یې د یوه پښتون ځای اشغال کړی او له همدې ادرسه تر وزارته او یو وخت یې د ولسمشرۍ خویونه لیدل خو دده کمزوري حافظې  په ده څه بازۍ وکړې؟

اتمر خپله حافظه کمزوري  ښيې.

اتمر بې چاره د خپل قدرت ساتلو او د یوڅو لنډغرو د رضایت حاصلولو لپاره وايي چې په افغانستان کې هیڅ قوم اکثریت نه دی که څه هم دده به هرڅه ښه یاد وي خو دی خپله حافظه کمزوري ښيې او په میلیونونو او درجونونو  پراته پښتانه هم اقلیت ته ګډوي د ده داکړنه او  خبرې د ده حیات نه بلکي زوال په برخه کې کوي  کوم محبوبیت چې  پر مټ به یې ده یوڅه ځان نوماند کاوه پر ځان دروي د اتمر دا هېر دي چې د اکثریت پښتانه له ټبره او ادرسه ده حقوق څوکۍ او عزت ورکول کیږي خو بې چاره هرڅه په یوه خبره برباد کړل، ده ته دي وویل چې  اوس په خبرو نه په رښتینولي ځان او خپل قدرت ساتلی سې، تا یو وخت په دې هیله چې اکثریت پښتانه به دي په جمهوریت ریاست کې ملا وتړي رایه درکړي ځان نوماند کړ، او د بریا خوبونه دي هم لیدل خو له بده مرغه چې ډیر هېرجن يې؟

اتمر د اکثریت پښتون لپاره ځان ولسمشرۍ ته نوماند کړی وو.

کله چې ولسمشریزې ټاکنې کیږي همدا اتمر له غني څخه پر څنګ ځي او د جمعیت لاس نیسي نو هغه وخت هم ده ته د جمعیت ارادې نه وې سمې  اتمر د پښتون اکثریت خوبونه لیدل چې ځان يې نوماند کړ د لته د افغانستان ټول قومونه د قدر وړ او عزیز، دي خو یو داسې څوک چې د ځان د بقا لپاره هرڅه وايي مخنیوی يې په کار دی.

پښتون ټبر د افغانستان پر خاوره له زرګونو کلونو را په دې خوا پروت دی چې اوس یې شمېر میلیونو ته رسیږي او له موجدیته يې هیڅوک انکار نسي کولی.

د اتمر دا څرګندونې  څومره لومړیتوب دی؟

د افغانستان اوسنی خراب سیاسي او امنیتي وضعیت ته په کتلو سره وزیران او بیا د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان حیثیت او بیا په سفارتونو کې د خپل هېواد ګټو کار وکړي په یو  شمېر سفارتونو کې د فساد له امله اوښان په ګنډه وهل کیږي خو زموږ اتمر لالا تراوسه چپ پاتي دی  او همداسې نور هغه څه چې باید يې اتمر د سمون او ښه والي لپاره لومړیتوب ورکړی وای خو اتمر یوازي پر څرګندونو، خبرو، او د اذهانو بر مخشوشولو بوخت، کوم لومړیتوب یا مسؤلیت وو، چې اتمر په دې اساسو شرایطو کې د افغانستان د قومونو د اقلیت او اکثریت خبره وکړي، په دې سره هغه کول غواړي؟

د اتمر دا ډول څرګندونې له یوه لوري هغه پښتون ضد څیرو ته چې غواړي د تعصب اور وکري او محکوم پښتون نور هم وځپي د خبرو تخریب موقع ورکوي او له بله پلوه په اوسنیو نازکو حالاتو کې د خلکو اذهان نور هم مخشوش کوي چې له هره پلوه دښمن ته د دې زمینه برابروي چې نورې هم ستونزې را ولاړې کړي.

اتمر دي مهرباني وکړي لومړی دي خپل وزارت او سفارتونه له قومي تعصوبونو فساد او چپاولګرۍ څخه را وګرځوي وروسته به بیا د ده د اقلیت او اکثریت بابولالو ته غوږ ونیسو

په درنښت

سباون لمر

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.