The news is by your side.

پښتین: د ریاست له خوا د پښتنو د نیولو لړۍ د جبر پالیسي ده

خبریال وېب پاڼه/ د پاکستاني ریاست له لوري پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ غړي علي وزیر په نیول کېدو سره د دې غورځنګ مشر منظور پښتین وایي، د نیولو دا لړۍ د پاکستاني ریاست د جبر پالیسي ده.

پښتین وایي د خپلې خاورې او خلکو لپاره د سوله اییز ژوند برابرېدو لپاره به زموږ مبارزه لا دوام ولري.

پښتین وایي د پاکستاني ریاست د دې کړنې خلاف به غورځنګ ډېر ژر خپله تګلاره اعلان کړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی علي وزیر نن یو ځل بیا د پاکستاني ریاست له لوري بې ښې او بې بدې نیول شوی.

دا څوم ځل دی چې پاکستانی ریاست د پښتون ژغورنې غورځنګ دا مخکښ غړی علي وزیر نیسي.

پاکستانی ریاست په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د فعالیتونو، احتجاجونو او را ټولېدو مخه نیسي او مخکښ او مهم غړي یې نیسي.

د منظور پښتین په مشرۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ په پاکستان کې هغه تحریک دی چې زرګونه پښتانه ورسره د محکومې پښتونخوا د پښتنو د حقونو لپاره را پورته شوي او له پاکستاني ریاست د خپلو حقونو پوښتنه او غوښتنه کوي خو پاکستانی ریاست یې د چوپ کولو هڅې کوي او وخت نا وخت یې ځوروي او ان مهم غړي یې شهیدانوي چې دا د نړیوالو او کورنیو مدني حقونو او قوانینو خلاف عمل دی.

د پاکستاني ریاست له بلها ظلمونو او ځورونو سره سره بیا هم یاد غورځنګ خپلو فغالیتونو او د حق غوښتنې مبارزې ته دوام ورکړی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.