چارواکي: کندهار کې ۲۰۷۰ کسان په دولتي دندو ګمارل کېږي
خبریال وېبپاڼه/ کندهار ولایت مقام وايي، په دې ولایت کې د ښوونکو او بېلابېلو نورو دولتي ادارو د خالي بستونو لپاره د ډله ییز کانکور ازموینه پیل شوه.
کندهار ولایت مقام په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، په دغه ازموینه کې له پنځه زره اووه سوه او پنځلس نوماندانو د ۲۰۷۰ خالي دولتي بستونو لپاره د ډله ییزو کانکور ازموینه اخیستل کېږي.
د یادي ازمویني د پرانیستي پر مهال کندهار والي حیات الله حیات ویلي، د دې بستونو په ډکولو سره به له یوي خوا د بېکارۍ کچه راټیټه شي او له بلي خوا به حکومتي چارې چټکې شي.
همدا راز د کانکور ملي ادارې استازي پوهاند محمد اقا شیرزاد ویلي، د کانکور ملي اداره د دې وړتیا لري چې په ۲۴ ساعتونو کې د ۲۵ زره کسانو د ازمویني پایلي راوباسي او په وینا یې، د دې ازموینې پایلې به هم ژر تر ژره اعلان کړل شي.
که څه هم چارواکو ډاډ ورکړی چې د دولتي بستونو په ډکېدو سره به د بېکارۍ کچه ټیټه شي، خو اداري فساد، د وړتیا پر ځای د اړیکو پر ځای ګمارنې او د پیسو په بدل کې د دولتي بستونو خرڅول هغه ستونزې دي چې ډېری استعداد لرونکي ځوانان یې په خپلو کورنو کې د بېکارۍ په ټغر کېنولي او هغه کسان ګمارل شوي چې پیسې یا واسطه لري.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.