The news is by your side.

سږ کال ننګرهار کې ۴۸۲ شنې خونې جوړې شوې دي

خبریال وېبپاڼه/ د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د کرنې وزارت د پرمختیایي برنامو او پروژو له لارې په دې ولایت کې د لوړ ارزښت لرونکو کرنیزو محصولاتو او د سبو او ترکاریو د کرکېلي د نویو لارو چارو دودولو په پار د دې ولایت په کچه ۴۸۲لویې او کوچنۍ شنې خونې جوړې کړي دي.

د ننګرهار د کرنې رییس انعام الله صافی وایي، چې د یادو ۴۲۸ شنوخونو له ډلې ۲۵۳ بابه یې عملاً فعالیت کوي او د مارکېټ غوښتنې ته په کتو رومي بانجان او بېلابېل سابه او ترکاري په کې کرل کیږي.

له تېرو څو میاشتو راهیسې سابه (سبزۍ) لکه بادرنګ او رومیان چې د ننګرهار په شنو خونو کې راټوکېدلي په دې موسم کې یې حاصل د ښار په نږدې ټولو هټیو کې ليدل کېږي.

د صافی په خبره سږکال له یادو ۲۵۳ شنوخونو نږدې ۸۰۰ مټریک ټنه رومي بانجان راټول او بازار ته وړاندې شوي، چې د تېرکال په پرتله یې حاصلات د پام وړ زیات شوي دي.

له دغو شنوخونو څخه برخمن شوي کروندګر وایي، چې له خپلو شنوخونو څخه په یو کال کې څو ځلې حاصل راټولوي او په لږ خواری سره ډېره ګټه تر لاسه کوي.

دوى وايي، د شنوخونو په پراختيا سره کولای شي، چې دخپل ولایت د اړتیا وړ سابه تولید او ان د ننګرهار ترڅنګ نورو ولایتونو  ته هم وخت په وخت كرنيزې توکي ورسوي.

یو شمېر ننګرهاریان وایي، د شنو خونو له برکته روان کال کې د رومیانو(ټماټرو) او بادرنګو د حاصلاتو له کمښت سره هم نه دي مخامخ شوي.

په كرنيز سيسټم كې له شنو خونو څخه لاسته راغلي حاصلات ګټور، خوندور او په بازار كې هم ډېره ګټه د کروندګرو په برخه کوي.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت چارواکي وايي، چې هېواد کې د شنو خونو حاصلات مخ په زیاتېدو دي او دمګړۍ د هېواد په ټولو ولایتونو کې په سلګونه وړې او سوداګریزې شنې خونې جوړې شوي دي، چې د کال په ټولو موسمونو کې په کې د ډول ډول سبو او ترکاریو کرکېله کیږي او د بزګرانو دعوایدو په ښې سرچینې بدل شوي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.