The news is by your side.

طالبان د افغان حکومت په مشوره پاکستان ته تللي

د بهرنیو چارو وزارت وایي، د ملا برادر په مشري پاکستان ته د طالبانو ډلې سفر د افغان حکومت په مشوره ترسره شوی دی.

بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې اعلامیې کې ویلي، چې د افغانستان حکومت د طالب سیاسي پلاوي له دغه سفره خبر دی.

د اعلامیې له مخې، یاد وزارت ویلي، پاکستان ته د طالبانو سیاسي کمېسیون پلاوي سفر د افغانستان اسلامي جمهوریت سره په مشوره او کابل ته د پاکستان لومړي وزیر عمران خان سفر په پایله کې شوی.

اعلامیه زیاتوي،  اسلام اباد ته د طالب پلاوي سفر د سولې پروسې پیاوړتیا لپاره د پاکستان د هڅو یوه برخه ده او دوی هیله لري چې دا سفرونه به د سولې پروسې سره مرسته وکړي.

دوی زیاتوي، افغان دولت د افغان ملت برحقه غوښتنې چې ژر تر ژره د تاوتریخوالي کمېدل، اوربند او د خبرو له لارې تلپاتې سولې ته رسېدل دي له پاکستاني چارواکو سره مطرح کړې دي.

څو شېبې مخکې طالب پلاوی پاکستان ته ورسېد، چې د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي له تود هرکلی سره مخ او ورته ځانګړي شوي مېلمستون ته بدرګه شول.

که څه هم حکومت هیله ښودلې چې پاکستان ته د طالبانو سفر به د افغان سولې په ګټه تمام شي، خو پاکستان هیڅکله د افغان سولې په برخه کې صادقانه همکاري نه ده کړې او دغه هېواد ته د طالبانو تازه سفر هم د افغان سولې او جګړې په اړه د ای اېس ای د نویو فرمایشتونو لپاره ترسره کېږي.

پاکستانی حکومت که طالبانو ته رسمي بلنه ورکړي، یا یې ورنه کړي، دغه ډله ازادانه پاکستان ته تګ راتګ کوي، هلته یې اولادونه دي، کاروبارونه یې دي، شتمنۍ یې دي او په ټوله کې د دوی اصلي ټاټوبی پاکستان دی.

دا چې د دوی سفر به د افغان سولې او جګړې د برخلیک څه له ځانه سره ولري، معلومه نه ده، خو په طالبانو په هیڅ ډول باور په کار نه دی، ځکه له دوی د خیر تمه د مرغۍ پۍ دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.