The news is by your side.

کابل کې یو انسان‌تښتوونکی باالفعل ونیول شو

خبریال وېبپاڼه/ کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو د کابل ښار د څلورمې ناحیې په اړوند درېیم پروان سیمه کې نن سهار یو انسان‌تښتوونکی نیولی دی.

د یاد وزارت لخوا خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، نیول شوی کس رایف نومېږي، په تلخک مشهور دی او د یوه صراف د تښتونې هوډ یې درلود.

سرچینه زیاتوي، صراف ۱۳ لکه افغانۍ له ځان سره لېږدولې، چې څو پرلپسې ورځې د رایف نومي او دوه جرمي شریکانو تر څار لاندې و.

د سرچینې په خبره، یاد جنایت‌کار په ګڼو جنايي/ترورېستي قضیو کې لاس درلود او همدارنګه څه موده مخکې یې په زوراباد سیمه کې د پولیسو یو منسوب شهید کړی و، چې له هغې مهاله د پولیسو تر څار لاندې و.

خبرپاڼه کاږي، له نیول شوي کس څخه یو میل وسله هم ترلاسه شوې او دوه جرمي شریکان یې تر اوسه فراري دي چې د پولیسو تر جدي تعقیب لاندې دي.

په کابل کې د امنیتي تړون طرحې د تطبیق سربېره د جنايي پېښو او چاودنو کچه د پخوا په شان زیاته ده او هره ورځ هېوادوال وژل کېږي او ځورول کېږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.