ښکرور درواغ که د طالبانو حشر؟ کندهار کې نژدې ۲۰۰۰ طالبان وژل شوي

راپور: هادي مخلص

خبریال وېبپاڼه/ د کندهار چارواکو له تېرو دوو میاشتو راهیسې د افغان ملي، امنیتي او دفاعي ځواکونو د هوايي او ځمکنیو عملیاتو په پایله کې په دې ولایت کې د څه کم دوه زره وسله والو طالبانو د وژلو او لسګونه نورو د ټپي کېدو خبرونه ورکړي دي.

د کندهار نظامي شورا هره ورځ د افغان ځواکونو د ۲۴ عملیاتو په اړه ګډه اعلامیه خپروي او دښمن ته د وراوښتو تلفاتو او زیانونو ارقام پکې ذکر وي، خبریال وېبپاڼې دغه ارقام جمع کړل او جوته شوه، چې له تېرو څه باندې دوو میاشتو راهیسې په کندهار کې ۱۸۰۰ وسله وال طالبان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي.

د کندهار د امنیتي سرچینو په خبره، دغه طالبان وروسته له هغه د بابا صاحب تر نامه لاندې د ځمکنیو او هوايي عملیاتو په ترڅ کې ټپیان او ووژل شول، کله چې وسله والو طالبانو د کندهار پر ارغنداب ولسوالۍ ډله ییز بریدونه پیل کړل او اوس د دې ولایت په میوند، ژړۍ، پنجوايي او معروف ولسوالیو کې د دغو عملیاتو دوهم پړاو په شدت دوام لري، چې هره ورځ پکې لسګونه طالبانو ته مرګ ژوبله اوړي.

سرچینه کاږي، پر کندهار د وسله والو طالبانو په ډله ییزو بریدونو کې د دې ډلې د کندهار، فراه، غزني، وردګ، هلمند د سرو قطعو قوماندانان، د ډلګیو قوماندانان او جنګیالي او پاکستاني اتباع شامل دي، چې د وژل شویو هغو یو شمېر جسدونه پاکستان او ګاونډیو ولایتونو ته انتقال شوي، د ځینو جسدونه د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي او د ځینو هغو لا تر اوسه د جګړو په میدانونو کې پراته دي.

سرچینه د افغان ځواکونو د بریا راز د جګړې واحده رهبري، د امنیتي ځواکونو ترمنځ همغږي او د وسله والو مخالفینو په صفونو کې مخالفتونه بولي او زیاتوي چې په دغو عملیاتو کې افغان ځواکونه ته هیڅ ډول تلفات نه دي اوښتي او امنیتي ځواکونه شېبه په شېبه د پرمختګ په حال کې دي.

اوس پوښتنه دا ده، که رښتیا له تېرو څه باندې دوو میاشتو په کندهار کې ۱۸۰۰ طالبان وژل شوي وي، بیا دا د جګړې ډګر ولې تر اوسه ګرم دی، ولې هره ورځ زرګونه کورنۍ بې ځایه کېږي، لویې لارې ولې په ماینونو فرش دي، عامه تاسیسات ولې نړېږي، هره ورځ له دې ولایته د جګړې تازه راپورونه ولې ورکول کېږي، په دومره امنیتي قطعو، چې امریکايي ځواکونو یې ملاتړ ته هم وردانګلي و، ولې د طالبانو اکمالاتي لارې ونه تړل شوې؛ دا دومره طالبان اخر له کومه شول، له کومه راغلل؟ طالبانو د کندهار هلاکولو ته ملا تړلې او که حکومت ښکرور درواغ وايي؟

سلیم عقل دغو پوښتنو ته دا ځواب وايي، چې د حکومت تبلغاتي دستګاه په بشپړ ډول فلج ده، حتی دښمن ته د وراوښتو تلفاتو په برخه کې هم افراط کوي، درواغ وايي، ښکرور درواغ ، چې هیچاته د منلو وړ نه دي، په دې ډول غواړي خپله کمزوري پټه او د ولس احساسات کنټرول کړي.

دا منو چې اوس تبلغاتي جګړه روانه ده، هر لوری کوښښ کوي، چې مقابل طرف کمزوری وښيي او خپل قوت ښکاره کړي، خو تبلیغاتي جګړه باید تر دې پورې تونده نه شي، چې حکومت خپل حیثیت پکې وبایلي او ولس پرې بې باوره شي.

حکومت ته پکار ده چې خپل ځان او دښمن ته د وراوښتو تلفاتو په اړه دقیق معلومات او ارقام ولس او رسنیو سره شریک کړي، په دې سره به یې هم خپل باور او حیثیت ساتلی وي او هم به ولس له مخالفینو نفرت وکړي، چې رښتیا هم ناروا جګړې ته ادامه ورکوي او یوازې افغان وژنه روانه ده او بس.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

escort maltepe escort pendik escort mersin porno izle porno seks hikayeleri mersin escort bayan escort bodrum