The news is by your side.

عبدالله د حکومت د مرکچي پلاوي کارونه وستایل

خبریال وېب پاڼه/ د ملي روغې جوړې عالي شورا رٸیس ډاکټر عبدالله عبدالله دوحه کې د حکومت د مرکچي پلاوي هڅې او چارو وستایلې.

عبدالله نن په یوه غونډه کې د خبرو په جریان کې یادوونه وکړه چې د مذاکراتي پلاوي په خپلو چارو کې بریالی وو او په ښه توګه یې مخ ته وړي دي.

عبدالله وایي حکومت به په ګډه د سولې په چارو کې هڅو ته دوام ورکړي او له نړیوالې ټولنې سره یو ځای افغانستان د سولې او ثبات د ټسنګښت لپاره کوښښونه کوو.

عبدالله یو ځل بیا د افغان سولې لپاره د سیمه اییزې او نړیوالې اجماع پر موجودیت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې نړیوال له هغې سولې ملاتړ کوي چې افغانستان کې د پرمختګونو او لاسته راوړنو خوندیتوب په ګې وشي.

عبدالله وایي نن له مرکچي پلاوي سره هم ویني او په شویو پرمختګونو او راتلونکو پلانونو به بحثونه وکړي.

د ملي روغې جوړې عالي شورا رٸیس ډاکټر عبدالله عبدالله داسې مهال د مرکچي پلاوي له هڅو او چارو ستاینه کوي چې په ظاهر کې د مرکچي پلاوي کارونه لا هم د سولې د پرمختګ لپاره بسنه نه کوي او نه یې په دوحه کې له تېر کړي وخت او بحثونو خلک راضي دي.

اوس مهال د حکومت او طالبانو مذاکراتي پلاوي په شلو ورځو ژمنیو رخصتیو دي چې د افغان حکومت پلاوی پلازمېنې کابل ته را ګرځېدلی او د طالبانو هغه د ملا برادر په مشرۍ د پاکستان حکومت په رسمي سفر اسلام اباد ته ورغلي.

اسلام اباد ته د طالب پلاوي سفر خلکو ته پوښتنې را ولاړې کړي چې د رخصتیو وخت په پاکستان کې ولې او د څه لپاره تېروي، خو دا ښکاره خبره ده چې په پاکستان کې د طالب مشرانو، کورونه، جایدادونه او شتمنۍ دي او دا راز هلته دفترونه هم لري چې له هغه ځایه افغانستان کې جګړې او بریدونه پلانوي.

په اوس مهال کې چې مرکچي پلاوي په رخصتۍ دي د سولې د مذاکراتو د پرمختګ څرکونه نه لګي خو افغانان هیله مند دي او له ښکېلو غاړو غواړي چې د مذاکراتو پاتې پړاوونه دې د یو بل په خوښه د افغانستان په یو لوی، فرهنګي او سوله اییز ولایت کې ترسره کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.