The news is by your side.

غني وطن ګل او ګلزار کړ؛ اوس کرونا مدیریت کوي

لیکوال: هادي مخلص

خبریال وېبپاڼه/ وروسته له هغه چې د کرونا ویروس لومړۍ څپې سره د مبارزې په برخه کې د دولت د لوړ پوړیو چارواکو میلیوني فسادونه افشا او څارنوالۍ ته معرفي شول، ولسمشر غني ویلي چې د کرونا ویروس دوهمه څپه پخپله مدیریت کوي او په دې برخه کې به د هر ډول سرغړونو مخه نیسي.

هغه نن تازه په ارګ کې روغتیايی مسوولینو سره کتنه کړې او د کرونا د دویمې څپې پر مهال یې د عامې روغتیا، روغتیایي مرکزونو او مرستندویه موسساتو ترمنځ د همغږۍ پر زیاتېدو ټینګار کړی دی.

 ولسمشر غني ویلي چې هېواد د کرونا وبا له دویمې څپې سره مخ دی او د عامې روغتیا وزارت مکلف دی چې له دې خطر یو واضح تصویر ولري او د کرونا ناروغانو لپاره د ځانګړو شویو روغتونونو او اکسیجن ستونزې دې ژر تر ژره حل کړي.

روغتیايي بنسټونه بې وسه دي

ولسمشر غني څه موده وړاندې هم د کرونا ویروس د دوهمې څپې سره د مبارزې لپاره په بهر کې له مېشتو روغتیايي کارپوهانو مرسته غوښتې وه او نن یې بیا مرستندویه ادارو ته ویلي چې باید په دې برخه کې حکومت ته لاس ورکړي.

میلیوني فساد

سره له دې چې میلیونونه ډالر کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره مصرف شول، خو تر اوسه په ټول هېواد کې یو مجهز روغتون لا نشته، افغان جاپان شفاخانه کې، چې حکومت یې کرونا سره د مبارزې په برخه کې معتبر مرکز معرفي کوي، یو عالم ستونزې پرتې دي؛ د کرونا معایناتو نتیجه ژر نه وباسي، د ناروغانو سمه درملنه نه کېږي، عامه پوهاوی په نشت حساب دی. په نورو ولایتونو کې هم همدا کیسې روانې دي.

غني وطن ګل او ګلزار کړی اوس کرونا مدیریت کوي

غني وايي چې د کرونا ویروس دوهمه څپه خپله مدیریت کوي او نه پرېږدي چې دې برخه کې بیا د تېر په شان تېروتنې وشي؛ پوښتنه دا ده چې دی یې څنګه مدیریت کوي، ده تر اوسه څه مدیریت کړي؟

ولسمشر غني واک ته له رسېدو مخکې چیغې وهلې چې که واکمن شي، اوبه به مدیریت کړي، سوله به حاکمه کړي، د فساد ریښې به وچې کړي، اقتصادي بنسټونه به پیاوړي کړي، کارموندنه به زیاته شي، داخلي او بهرنی سیاست به د ودې نوي پړاو ته داخل شي، روغتیايي بنسټونه به وده وکړي؛ وطن به ګل او ګلزار کړي، خو څه وشول؟ هیڅ.

نه د سولې برخلیک معلوم شو، نه اوبه مدیریت شوې، نه د جګړې ټغر ټول شو، نه د ځوانانو د جنازو لړۍ ودرېده، نه روغتیايي بنسټونه پیاوړي شول، نه ملي او نړۍوال سیاست د پرمختګ نوی باب خپل کړ، نه فساد ورک شو او په ټوله کې د غني د وعده یوه کوچنۍ برخه هم عملي نه شوه.

غني دې نور افغانان په درواغو وعده نه خطا باسي، په دې نازک وخت کې دې، د سراعلی قوماندان په توګه جګړه رهبري کړي، د سولې برخلیک دې معلوم کړي، د فساد مخه دې ونیسي، د افغانانو د وینو د بهېدو مخه دې ونیسي؛ د هېواد په لر او بر کې هره ورځ لسګونه جنازې پورته کېږي، دی د کرونا مدیریت په غاړه اخلي، اخر د روغتیايي بنسټونه دنده څه ده؟

که غني دا هر څه نه شي کولای بیا دې واک داسې یو چاته پرېږدي، چې د واک غځول یې د جګړې درول وي او خپله بقا افغانانو ته د خیر او ښېګڼې په رسولو کې وویني.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.