د ځوانو کدرونو ترور د محمود فضلي په ارمانونو بريدونه
د ځوانو کدرونو ترور د محمود فضلي په ارمانونو بريدونه
خبريال وېبپاڼه/ وروسته له ډېره وخته په افغانستان کې نوي نسل ته د چارو واک ورکول کېږي هڅه کېږي نوي نسل ته فرصت ورکړل شي خو د نوي نسل د رهبر کېدو په وړاندې جدي ستونزې شته دي ځينې ډلې دي چې د يوه ځوان افغانستان د يوه ځوان حکومت رامنځته کېدل د ځان په زيان ويني او ددې لپاره په هر ډول لارو چارو لاس پورې کوي.
په دې وروستيو کې د ځوانو کدرونو شهيدول د هغوی ترور کول تر بل هر وخت زيات شوي دي، پرون هم په کابل کې مرستيال والي محب الله محبي د یوې چادونې قرباني شو او د چادونې مسولیت هېچا ونه ومانه.
د محمود فضلي ارمانونه قتلول
د چارو د ا ادارې مشر محمود فضلي له ډېر وخت راهیسې هڅه کوي چې په حکومت کې ځوانانو ته فرصت ورکړي، خو د فضلي ددې هڅو سره ځينې حلقات په ټکر کې دي، پرون په کابل کې شهيد شوی ځوان محب الله محبي هم يو له هغه ځوانو کدرونو څخه و چې فضلي دې دندې ته راوستلی و.
په ځوانو کدرونو بریدونه هغه څه دي چې په افغانستان کې د کار څخه ددوي زړونه توروي، د همدې ترورونو له کبله اوس ډېری ځوان کدرونه په ځانګړي ډول دولتي دندو ته زړه نه ښه کوي او دا وېره ورسره وی چې کېدی شي سبا دوی هم دداسې يو ترور او قصدي وژنې سره مخ شي چې بيا به يې نه قاتل معلوم وي او هم به يې ژوند پای ته رسېدلی وي.
ډېری ځوان کدرونه د فضل محمود فضلي له لوري اوس په حکومت کې په کار ګومارل شوي دي ترڅو ددې هېواد د نن ورځې د حالتو به مطابق کار وکړي او د هېواد راتلونکې د ګنده ذهنیت له کنټرول څخه وباسي او هېواد په یوه نوي مسير او نوې لار روان کړي داسې لاره او مسير چې افغان انسان د نړۍ د نورو ملتونو سيال کړي داسې يو مسير چې غني وي وږی نه وي فقر باندې کاذب او ځان غولونکی وياړ نکوي.
که څه هم فضلي باندې د شخصي ګټو د پاللو او اداري فساد تور لګول کېږي خو ددې هرڅه سره سره فضلي په ځوانه طبقه کې خپل ځای موندلی دی او ځوان نسل د هغه څخه پدې خوشحاله دی چې هغه په نوی نسل او ځوانانو باندې پانګونه کوي او هغوی ته فرصت ورکوي چې ځانونه د افغانستان د ايندې لپاره تيار او ثابت کړي.
محمود فضلي په دې هکله خپلو هڅو ته مسلسل دوام ورکړ چې ځوان کدرونه د هېواد مهمو پوستونو ته ورسوي لکه څنګه چې هغه د افغانستان لويه جرګه هم ځوانه کړه او په تېره لوبه جرګه کې یې ډېری ځوان کدرونه دې جرګې ته رابلل و او ویلي يې و چې د افغانستان اينده همدا ځواناندي او دوی بايد د خپل ځان لپاره د خبلې ايندې لپاره په پرېکړو کې دخيل وي.
په دې وروستيو کې هغه ځوان کدرونه په نښه کېږي چې محمود فضلي له لوري ټاکل شوی دي، په کابل تېره ورځ شهید شوی مرستیال هم يو له هغه اشخاصو څخه و چې شا محمود فضلي دې مقام ته رسولی و او هغه ته یې دا فرصت برابر کړی و چې د پرمختګ ټول مراحل طی کړي.
خو اوس د پوښتنې وړ خبره داده چې څوک دي چې د فضلي له لوري په ټاکل شويو ځوانو کدرونو حملې کوي څوک دي چې هغوی په بې رحمانه ډول شهيدانوي او له منځه يې وړي ايا دا خلک د فضلي د شاوخوا خلک دي چې د فضلي سره خپل جنجال او کړکیچ دا ډول پالي او که دا تروريستي پېښې دي چې د ځوان نسل د رهبر کېدو سره مخالفت کوي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.