fbpx

د ښځې غلام او نرتوب

روغتون ته د يوې ډاکټرې ملګرې ليدو ته تللې ومه، هغه نوکري وه، خبرې مو کولې او سره روان وو چې د ناستې ځای ته لاړ شو، چې ګورم يوه ځوانه ښځه يې روغتون ته راوړه، کور کې یې د کار په وخت خپل لاس په شیشې زخمي کړى و، زخم يې ژور و او کوک (ګنډل) يې بايد ورته وهلى واى.

ملګرې مې وويل: ((ته صبر دا ورته پانسمان کړمه عاجل ده.))

ما هم وويل: ((سمه ده، هله زر شه.))

د کوک وهلو وخت کې جينۍ زګېروى کاوه، خاوند يې خوا کې کېناست او سر يې د دې په خپله غېږه کې کيښوده، په مهربانۍ يې ورته ويل: ((دا دى پانسمان خلاص شو لږ پاتې، ښه به شې))، لاس يې پانسمان شو او دوى لاړل.

د دوی له تګ وروسته شا و خوا خلکو ويل: ((د ښځې غلام)). بل يې وويل: ((تريخی نه لري)). بل يې ويل: ((بېغيرته و.))

چې دې وخت کې يې يوه بله ميرمنه هم راوسته، سر يې مات شوى و، ډاکټرانو نرسانو ترې پوښتنه وکړه چې سر دې ولې مات شوى؟ ورسره راغلي کس (خاوند) ډاکټر ته وويل: ((پوښتنې مکوه خپل کار کوه)). سړی ترې لرې ولاړ و.

خو ښځې يوازې ژړا کوله او درد يې په چوپه خوله زغملو، هېڅ يې نه ويل، سر يې چې پانسمان شو دوى هم لاړل.

د دوى له تګ وروسته حاضرو خلکو هيڅ هم ونه ويل، ټول غلي ول.

دې وخت کې را ياد شول چې د نورو په مخ کې خپله ښځه وهل، رټل، بې عزته کول او سپکول نرتوب دی، خو په مينه ورته غږ کول، مينه ورکول، خبرو کې سلا مشوره او کارونو کې ترې نظر اخیستل غلامي او بېغيرتي ده.

دا زموږ ټولنه کې تعریف شوي ارزښتونه دي او تر څو چې دا ارزښتونه بدل نشي، نه به ښځه قدرمنه شي او نه به نر په رښتینې معنا نر شي.