The news is by your side.

طالبانو اروزګان کې ۱۳ امنیتي ځواکونه شهیدان کړي

خبریال وېبپاڼه/ وسله والو طالبانو د اروزګان ولایت د دهراود ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ د مرستیال او د پولیسو د لیزري قطعې قوماندان په ګډون دیارلس  امنیتي ځواکونه شهیدان کړي دي.

ځايی سرچینو خبریال وېبپاڼې ته وویل، چې نښته د دهراود ولسوالۍ بازار ته نژدې د طالبانو لخوا پر امنیتي کمربندونو د بریدونو له امله رامنځته شوې ده.

سرچینه زیاتوي، په دې بريد کې دهراود ولسوالۍ د پخواني شهید شوي امنیه قوماندان شاه محمد شاه ورور او د امنیه قوماندانۍ مرستیال حاجي ولي محمد، د پولیسو د لیزري قطعې قوماندان سید علي، په دهراود کې د ځانګړو ځواکونو د قطعې مرستیال ملا عزت او د کومانډو، ځانګړو ځواکونو، ملي اردو او پولیسو لس تنه نور سرتېري شهیدان شوي او اته سرتېري ټپیان دي.

دهراود ولسوالي داروزګان تر ټولو ګڼ مېشته او مهمه ولسوالي بلل کیږي چې د هلمند د کجکي برېښنا بند سره په ګاونډ کې پرته ده.

د نوموړي ولسوالۍ پر مرکز د وسله والو طالبانو له ډله ییزو بریدونو څخه دوه میاشتې پوره شوې، چې په همدې موده کې دوه ځلې سقوط شوه.

څو ورځې مخکې د اروزګان یوې امنیتي سرچینې خبریال وېبپاڼې ته ویلي وو چې له سختو جګړو وروسته دغه ولسوالۍ یو ځل بیا د طالبانو لاس ته لوېدلې او ټول دولتي تاسیسات د طالب اورپکو په لاس کې دي.

خو د اروزګان امنیتی سرچینو د دهراود ولسوالۍ د دوهم ځل سقوط خبره رد کړې وه او ویلی یې و چې امنیتي ځواکونه د ولسوالۍ په مرکز کې دي.

مرکزي حکومت تر اوسه دهراود ولسوالۍ ته خاصه پاملرنه نه ده کړې او له امله یې هلته پر عامو خلکو ژوند تریخ شوی او عامه تاسیساتو ته ډېر زیانونه وراوښتي دي.

که وضعیت همداسې ادامه ولري له حکومت سره به د خلکو واټن نور هم زیات شي، ځکه طالب خو هسې د رحم، اسلامیت او افغانیت په نوم څه نه پېژني نه یې پر افغانانو زړه سوځي، حکومت خو حداقل که خدمات نه رسوي، ولس ته خو دې د ارام ژوند زمینه برابره کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.