The news is by your side.

ولسي جرګه: سرپرستي دي  ختمه سي

خبریال ویبپاڼه/ د افغانستان ولسي  جرګه وايي چې د رد سویو وزیرانو له لوري لاهم چارې پر مخ وړل غیري قانوني کار دی او دولت یې باید ژر تر ژره پر ځای نوي کسان معرفي کړی.

ولسي جرګې په خپل امتیازي ساعت کې پر دې بحث وکړ چې ولې لاهم رد سوي سرپرست وزیران دندې مخ ته وړي هغوی د ددولت دا کړنه غیري قانوني بللې او ویلي يې دي چې باید نوي کسان دوی ته معرفي سي.

د دوی په وینا چې دا کسان هیڅ قانوني صلاحبت نلري او باید نوي کسان وګمارل سي

وکیلان له ولسمشر غني غواړي چې قوانینو ته درناوی وکړي او په پوره مسوولیت دې د قانون ماتونې مخنیوی وکړي

د پوهنې، کار ټولنیزو، اطلاعاتو فرهنګ، ښځو چارو او د افغانستان ادارو چارې لاهم د هغه کسانو له لوري اداره کیږي چې تیر ځل ورته ولسي جرګې د باور رایه ورنکړه اوس تازه د افغانستان ولسي جرګې پر دې موضوع غبرګون ښودلی او ویلي يې دي چې باید د دې وزارتونو لپاره نوي کسان معرفي کړ.

تراوسه پوري دولت د ولسي جرګې د دې غبرګون په هکله څه نه دي ویلي او کیدلای سي چې لاهم یاد کسان خپلو دندو په دې وزارتونو کې دوام ورکړي.

د افغان دولت وزارتونه هم تراوسه په خپلو چارو کې هومره بریالي نه  دي چې خلک له کړنو خوښ سي په ډیری مواردو او د خپلو کلنیو بودجو په مصرف کې پاتي راغلي.

د افغان دولت په کور دننه ستونزې او نا امني هغه څه دي چې ملت يې نا امیده کړی او دولت يې په کابو کولو کې پاتي راغلی

امنیت لویه ستونزه ده.

خلک تر هرڅه وړاندې  له دولته  د امنیت تامین غواړي چې دولت یې په رامنځ ته کولو کې پاتي راغلی او هره ورځ د کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو  کې امنیتي پیښي رامنځ ته کیږي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.