طالبان به په خپل کور «پاکستان» کې شل ورځې څه وکړي؟
لیکوال: هادي مخلص
خبریال وېبپاڼه/ د سولې بین الافغاني مذاکراتو کې د شل ورځني ځنډ د اعلان وروسته افغان لوری کابل او د د ملابرادر په مشري د طالبانو د قطر سیاسي پلاوی پاکستان ته تللی او غواړي دغه دیپلوماټیکه رخصتي هلته تېره کړي او نوي فرمایشات له ځانه سره راوړي.
په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردګ په خپلې ټوېټر پاڼې لیکلي، ملا برادر او ور سره مل پلاوی یې د اسلام اباد په رسمي بلنه پاکستان ته تللي او دغه پلاوی به د پاکستان لومړي وزیر عمران خان او د دې هېواد بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره لیده کاته وکړه، خو د دوی دا سفر د افغان سولې او جګړې د مسیر ټاکلو لپاره ترسره کېږي.
که څه هم اسلام اباد او پاکستان د طالبانو اصلي کور دی، هلته یې کورنۍ دي، هلته یې جایدادونه دي، تجارتونه یې روان کړي، هلته ورته زیات سهولتونه برابر شوي او ډيرې پټې کتنې کوي، خو دا سفر یې د افغانانو له سخت غبرګون سره مخ شوی دی.
طالب مشران به له دې سفر وروسته په پاکستان کې بېلابېلو ایالتونو ته ځي، له پوځي او استخباراتي مرکزونو به کتنې کوي او غواړي دغه شل ورځنۍ رخصتي په ارامه هلته له خپلو بادارانو سره تېره کړي او بیا نوي فرمایشات افغان حکومت ته وړاندې کړي..
دوی به د دې سفر په ترڅ کې له پاکستاني لوري سره افغان جګړه او سوله باندې پټي مشورې وکړي، چې د جګړې لپاره څومره امکانات ورکولی شي او د سولې لپاره څنګه تګلاره انتخاب کړی چې د پاکستان ګټې پکې خوندي وي.
بله مسله دا چې جنګي طالبان له ملا هیبت الله سره راضي نه دي، د هغه په مشرۍ د طالبانو تحریک کمزوری شوی او پاشل شوی بولي، طالبانو خپل والیان او نور جنګي قومندانان کویټې ته ورغوښتي و چې له ملا هیبت الله بیعت تازه کړي، خو زیاتو طالب مشرانو په دې غونډه کې ټینګار کړی چې د ملا هیبت الله پر ځای دې ملا برادر انتخاب شي، هم ځینو هېوادونو ته سفر کولی شي او هم دا جګړه او سوله ښه مدیریت کولی شي.
لا تر اوسه معلومه نه ده چې پاکستان ته د طالبانو سفر به د افغان سولې او جګړې لپاره څه پیغام راوړي، د سولې خبرې به چټکې شي او که به جګړه، چې تر بل هر وخت ګرمه شوې، لا شدت ومومي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.