The news is by your side.

د کابل سهار بیا د چاودنې په غږ پیل شو

خبریال وېبپاڼه/ له معمول سره سم د کابل سهار نن بیا د چاودنې په غږ پیل شو او دو تنه هېوادوالو ماین چاودنې ټپیان کړل.

د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامز وايي، چاودنه نن سهار شاوخوا شپږ نیمې بجې د کابل ښار د یوولسمې حوزې اړوند پنځه سوه فامیلي سیمه کې رامنځته شوې ده.

هغه وايي، پېښه پر هایلکس ډوله موټر د مقناطیسي ماین چاودنې له امله رامنځته شوې، چې له امله یې دوه تنه ټپیان او روغتون ته لېږدول شوي دي.

یوازې نن نه، د کابل هر سهار په چاودنو پیلېږي، تېره ورځ د مکرویانو ساحه کې د کابل د مرستیال والي محبوب الله محبي پر موټر نښول شوي ماینو چاودنه وکړه، چې نوموړی یې له خپله سکرتر سره شهید کړ، همدا راز په یو شمېر نورو سیمو کې بیا هدفي وژنې شوې دي، چې یو شمېر هېوادوال پکې وژل شوي دي.

نور دې وضعیت افغانان له سختو اندېښنو سره مخ کړي دي، ځکه حکومت د امنیتي وضعیت په ښه والي کې پاتې راغلی، خبریال وژل کېږي، دولتي مامور خوندي نه دی، سرتېري په نښه کېږي، څارنوالان په نښه کېږي او په یو ډول پر افغانانو د ژوند کولو کړۍ راتنګه شوې ده.

که څه هم حکومت ویلي چې د ځینو چاودنو او ترهګریزو پېښو عاملین یې نیولي، خو پر هغو هم باور نه دی پکار، ځکه ډېری وخت د ولس د احساساتو د کنټرول لپاره دا خبرې کوي او په دې نه دي توانېدلي چې د ترهګریزو پېښو عاملین ونیسي.

طالب بیا تازه له قطره د خپلو بادارانو خوا ته ورغلی، چې نوي فرمایشات ترې راوړي او له افغاني لوري بیا خپلې غوښتنې وکړي، ځکه دوی په خپل واک نه دي، د نورو په خوښه او غوښتنه مخته روان دي.

نور د دې ظلمونو پر وړاندې د افغانانو د صبر کاسه نسکوره ده او نه غواړي چې په دې ډول یو وضعیت کې ژوند وکړي، چې له هره اړخه له پامه غورځول شوي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.