The news is by your side.

غني بیا د جګړې په اړه نړۍوالو ته شکایت کړئ؛ پخپله قرباني نه ورکوي

خبریال وېبپاڼه/ ارګ وايي، ولسمشر غني تېره شپه د سولې خبرو سره هممهاله د جګړې د دوام په اړه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له استازې دیبورا لاینس سره خبرې کړې او خپلې اندېښنې یې ورسره شریکې کړې دي.

 په دې کنفرانس دواړو لورو د امریکا او افغانستان پر اړیکو او روان تاوتریخوالي بحثونه کړي او د جګړې د دوام په اړه یې اندېښنې شریکې کړې دي.

ولسمشر غني ویلي چې افغان حکومت د سولې په تړاو نړیواله او سیمه ییزه اجماع پیاوړې کړه خو اوس د ملګرو ملتونو مسوولیت دی چې دلته د تاوتریخوالي په کمولو او جګړو په ختمولو کې اغېزناک رول و لوبوي.

د ملګرو ملتونو استازې هم په دې لیدنه کې دوحې ته د خپل وروستي سفر په اړه معلومات ورکړي دي او په هېواد کې روان تاوتریخوالی یې د اندېښنې وړ بللی دی.

دوی همدا راز اوربند په اوسني وضعیت کې تر ټولو ستره اړتیا بللې ده او ټينګار یې کړی چې روان تاوتریخوالی باید کم کړل شي او دایمي اوربند دې تامین شي.

غني داسې مهال د جګړې د دوام په اړه له امریکا وروسته ملګرو ملتونو ته شکایت کړی، چې په افغانستان کې تر بل هر وخت د جګړې ډګر تود شوی دی.

دغه وضعیت عام افغانان سخت اندېښمن کړي او په یو ډول د ځان هېواد د برخلیک په اړه شکمن دي؛ هلته بیا د سولې مذاکراتي پلاویو افغان لوری کابل او د طالبانو هغه اسلام اباد ته د شل ورځنۍ دمې لپاره تللي دي.

اوس پوښتنه دا ده چې غني ولې د جګړې د دوام په اړه کله امریکا او کله ملګرو ملتونو ته شکایت کوي، ځکه د جګړې درېدل او د اوربند تامینول خو د داخلي اجماع د پیاوړتیا له لارې شوني دي.

غني دې د هېواد د جمهوررئيس په توګه نړۍوالو ته د شکایت پر ځای د سولې په برخه کې پراته خنډونه خپله لیري کړي، واک دې پرېږدي، د افغانانو په وینو دې د سیاست کولو او د جګړې د دوام له لارې د خپلې دورې د پوره کولو پر ځای دې د سولې اتل نوم وګټي.

طالب ته هم پکار ده چې نور د سولې خبرو کې د خنډونو د رامنځته کولو پر ځای د پردیو فرمایشونو تېر شي او داسې یوه لاره چاره باندې غور وکړي، چې د جګړې د پای او د سولې د بریا لامل شي.

که طالب او غني داسې څه ونه کړي، بیا ملت او سیاسیون مجبور دي چې د هېواد واګي داسې یو چاته وسپاري، چې د واک غځول یې د جګړې له پای ته رسولو سره تړلي وي نه دا چې د واک د غځولو لپاره جګړې ته هم دوام ورکړي، هغه که موقت حکومت وي او که بله مناسبه حل لاره.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.