The news is by your side.

طالبانو په امريکايي ځواکونو د بريدونو امر ورکړ

طالبانو په امريکايي ځواکونو د بريدونو امر ورکړ

خبريال وېبپاڼه/ وروسته له هغه چې طالبانو او امريکايي چارواکو په دوحه کې توافق وکړ چې نور به يو په بل باندې حملې نه کوي امريکايي ځواکونو پخپله دغه خبره وفا ونکړه او په طالبانو يې ځو ځله سختې بمبارۍ وکړې، ددې بمباریو په غبرګون کې طالبانو هم په امريکايي ځواکونو د بریدونو امر ورکړی دی.

خبريال ادارې ته داسې صوتي او کتبي معلومات رارسېدلي چې ښيي د طالبانو قوماندان ملا امین عرف حاجي یوسف وفا چې په عين حال کې د کندهار ولايت لپاره د طالبانو والي دی پخپل يوه صوتي او کتبي مکتوب کې د طالبانو څخه غوښتي چې په کندهار او هرځای کې یې چې په امريکايي ځواکونو د بريد وس پيدا کړ ورباندې دې بريد وکړي.

امريکايانو وعده خلافي وکړه
د طالبانو دغه لوړ پوړي چارواکي په خپل پيغام کې د کندهار ارغنداب او ځينو نورو بمباريو يادونه کړې ده او طالبانو ته يې ويلي دي د امريکايي ځواکونو بمباریو هم ملکي او هم طالبانو ته تلفاتو رسولي دي چې دوی ته د زغملو وړ نه دي او نور باید د امريکايي ځواکونو په دې وعده خلافۍ باندې چوپ نشي.

حاجي يوسف طالبانو ته ددې په بدل کې امر کړی دی چې په امريکايي ځواکونو باندې بریدونه د سره پيل کړي او هېڅ ډول رحم ورباندې ونکړي.

طالب مشران په رخصتۍ پاکستان ته تللي
د طالبانو واليان په داسې حال کې په امريکايي ځواکونو باندې د حملو د بيا پيل کولو خبرې کوي چې د طالبانو مرستيال مشر برادر پاکستان ته رسېدلی دی، ويل کېږي هغه د پاکستان د حکومت په دعوت دې هېواد ته تللی دی، برادر په داسې حال کې په فوری ډول د پاکستان دعوت ته لبیک وايی چې تېره ورځ په پرلپسې ډول امريکايي ځواکونو په طالبانو سختې بمبارۍ وکړې او هغه څه چې د طالبانو سره په دوحه کې منلي و تر پښو لاندې کړل.

طالب قومندان د دوحې په خلاف
د طالبانو ځایي واليان او قومندانان له ډېر وړاندې د امريکايانو سره په خبرو چندان خوشحاله نه و، ځکه دا د طالب قوماندانانو او پوځيانو لپاره سخته وه چې امريکايي ځواکونه دې ددوی د سترګو په وړاندې تېرېږي خو د دوحې او کوټې څخه دې دوی ته ويل کېږي چې هېڅ مه ورته وايی.

طالب وسله وال او قومندانانو له دې څو ځله شکايت هم کړی و چې د امریکايي ځواکونو او چارواکو په خبره باندې باور نه دی پکار، هغوی په خپله خبره صادق نه دي پخپله خبره وفا نه کوي، نه به د افغانستان څخه ووځي او نه به بريدونه ودروي خو د طالبانو لاسونه به وتري، د طالبانو وسله والو په دوحه کې سياسي مشرانو ته ويلي و چې که امريکايان ريښتيا وځي نو فوراً دې ټول په يو څو ورځو کې ووځي او که داسې د مياشتو او کلونو حساب وي بيا خو نو دوی په امريکا باور نشي کولی ځکه امریکا په سوریه کې او عراق کې هم اعلان وکړ چې ټول پوځيان به وباسي خو تر اوسه یې په دواړو هېوادونو کې پوځيان مېشت دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.