The news is by your side.

افغان هيئت د مشورو لپاره کابل، ملا برادر پاکستان ته ولاړ

افغان هيئت د مشورو لپاره کابل، ملا برادر پاکستان ته ولاړ

خبريال وېبپاڼه/ د طالبانو د سياسي دفتر وياند ډاکټر نعيم وردګ خبر ورکړی دی چې ددې ډلې مرستيال مشر ملا غني برادر پاکستان ته په سفر روان شوی دی.

د طالبانو وياند په‌ دې هکله زيات څه نه دي ويلي خو دومره معلومات تاييد شوي دي چې برادر به د پاکستان د صدراعظم عمران خان سره هم وګوري.

رخصتي په پاکستان کې
د طالبانو مرستيال مشر په داسې حال کې اسلام اباد ته سفر کوي چې بين الافغاني خبرو ته ددريو اونيو لپاره وقفه ورکړل شوې ده.

په بين الافغاني خبرو کې وقفه ددې لپاره وه چې دواړه ډلې د مذاکراتو لپاره خپل اجنډا ګانې د خپلو مشرانو سره شريکې کړي.

افغان هيئت د خپلې اجنډا په هکله د سلا مشورو لپاره کابل ته راغی او تمه ده دلته د ولسمشر غني او نورو افغان چارواکو سره په هغه موضوعاتو سلا مشورې وکړي چې د طالبانو سره به ورباندې جدي بحثونه او خبرې پيل کېږي.

د طالبانو مرستيال مشر ملا برادر بيا په داسې حال کې چې افغان هيئت کابل ته راغی پاکستان ته ولاړ، د طالبانو لوري هم ويلي و چې دوی به پدې وقفه کې په هغه څه سلا مشورې وکړي چې وروسته به ورباندې د افغان حکومت د هيئت د غړو سره بحثونه وشي د طالبانو مرستيال مشر د وقفې سره سم ځان نن پاکستان ته ورساوه او تمه ده هلته د پاکستان د دصدراعظم عمران خان او نورو پاکستاني چارواکو سره وګوري..

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance