The news is by your side.

کرونا له پرون راهیسې د ۲۶ هېوادوالو ژوند اخیستی

خبریال وېبپاڼه/ د عامې روغتیا وزارت وايي، کرونا ویروس له تېرې ورځې راهیسې د ا۲۶ کسانو ژوند اخیستی او په همدې موده کې ۹۰ نور کسان ترې رغېدلي دي.

یاد وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې سره په ټول هېواد کې د کرونا له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۲۰۰۱ او د بېرته رغېدلو هغه بیا اته دېرش زره او پنځه سوه تنو ته ورسېد.

یاد وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا وبا ۲۵۶ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره په دې ویروس د اخته کسانو شمېر نهه څلوېښت زره اووه سوه او څلوېښت ته ورسېد.

 دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د عامې روغتيا وزارت چارواکو ويلي وو، چې د کرونا پېښې په هېواد کې يوځل بيا د ډېرېدو په حال کې دي.

د کرونا ویروس له لومړۍ څپې سره د حکومت لخوا سمه مبارزه ونه شوه او لسګونه میلیونه افغانۍ د چارواکو جیبونو ته لاړې، خو دا ځل ولسمشر غني ویلی چې د کرونا ویروس سره د مبارزې پروسه به خپله مدیریت کوي، هغه څه چې افغانان یې پسخند بولي.

بل خوا د روغتیا نړۍوال سازمان د معلوماتو له مخې، تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې به افغانستان ته د کرونا ویروس ضد واکسین راورسېږي، چې په بېلابېلو پړاوونو کې به تطبیق کړل شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.