The news is by your side.

د ظريف د فاطمیون وړانديز؛ محب په تهران کې دی

د ظريف د فاطمیون وړانديز؛ محب په تهران کې دی

خبريال وېبپاڼه/ تېره ورځ د افغانستان د يوه خصوصي ټلويزيون له لارې د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف افغان حکومت ته دا وړانديز وکړ چې د داعش سره د مبارزې لپاره کولی شي ددوی په واسطه جوړه شوې او تربیه شوې فاطمیون ډله وکاروي.

فاطمیون چې يوه تروريستي ډله ده د افغان شیعه مهاجرو يو تشکيل دی چې په شدت د ايران په انحصار کې ده او ټول واک يې ددې هېواد سره دی، ایران دا ډله په سوريه کې د خپل ګټو لپاره وکاروله او هلته یې د ظالم ديکتاتور بشر الاسد رژیم وژغوره البته ايران دا کار دداعش سره د مبارزې تر نوم لاندې وکړ.

ګوستاخ وړانديز او د افغان حکومت خاموشي
د ايران د بهرنيو د چارو دا وړانديز چې ګواکي يوه ترورستي ډله ده د افغانستان د پوځ سره اوږه په اوږه ودرېږي د افغان ملت د سخت غبرګون سره مخ شو، په ټولنیزو رسنیو کې ګڼو افغانانو د جواد ظريف دا څرګندونې د جفا په سر جفا وبلله، ظريف په ډېره بې شرمۍ او سپين سترګۍ سره لومړی دا خبره وکړه او ومنله چې افغان مهاجر يې د سوريې جګړې ته استولي دي او بيا یې د افغانستان حکومت ته وړانديز چې له دې ډلې ګټه واخلي.

د افغانستان حکومت اوس هم په دې مسله خاموش دی، هسې هم حکومت ته د افغانانو ژوند ارزښت نلري خو دلته خبره د يوې بلې فاجعې ده.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب نن تهران ته تللی و او د ايران د بهرنيو چارو د وزير جواد ظريف سره يې ليده کاته درلودل.

افغانان ايران ته غوسه دي، د يوې خوا ايران هغه مجبور افغانان پرديو جګړو ته استولي او د بلې خوا اوس غواړي هغه د افغانستان د پوځي ساختار يوه برخه کړي.

خو ددې هرڅه سره سره افغان حکومت نه یوازې چې کوم غبرګون نه دی ښودلی بلکې همدا نن د هېواد د ملي امنیت د شورا سلاکار په تهران کې و او د ظريف سره يې په ډکه خوله خندل.

د ظريف او محب ننی داسې سمدستي ملاقات ان سړی په دې شکمن کړي چې هسې نه افغان حکومت او چارواکو یې د ظريف دې خبرې او وړانديز ته زړه ښه کړی وي، غني او ټيم يې په دې هڅه کې دی چې په هر قيمت يو څو کاله نور په ارګ کې تېر کړي او وېره ده چې ددې لپاره هر ډول وړانديز ته غاړه کېږدي.

د فاطمیون نسخه د حزب الله له نسخې سره کوم توپير نلري او دا به د افغانستان لپاره يو مغزي سرطان وي چې بيا به يې تداوي د مرګ خطر لري، د حکومت مشرانو ته پکار دي چې د څو کلونو نورې چوکۍ اوحکومت لپاره افغانانو ته داسې مرداري ونکړي چې بيا یې پاکول يو عمر وخت او قرباني وغواړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.