د خبریالانو پر ضد مرګونې څپه روانه ده؛ عاملین څوک دي؟
لیکوال: هادي مخلص
خبریال وېبپاڼه/ که څه هم چې طالبانو او افغان حکومت د سولې خبرې پیل کړی دي، مګر په وروستیو میاشتو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ د مخامخ جګړې د شدت ترڅنګ د خبریالانو پر ضد په سیستماتیک ډول یوه مرګونې څپه روانه ده.
د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمېټې هم منلې چې په افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې ګواښونه موجود دي او دغه هېواد د خبریالانو لپاره د نړۍ په کچه خونړی دی.
په وروستیو کې په کابل، هلمند، ننګرهار او غزني ولایتونو کې د ملي او نړۍوالو رسنیو مهم او مخکښ خبریالان شهیدان شوي دي چې هیڅ ډلې یې مسوولیت نه دی منلی او نه یې عاملین په ګوته شوي دي.
د روان کال د مرغومي په اوله یو افغان ژورنالست رحمت الله نېکزاد د وسله والو لخوا په غزني کې شهید شو. د لیندۍ په ۲۰مه د خبرونو ویانده ملالۍ میوند په ننګرهار ښار کې په ډزو شهیده کړل شوه. د لړم په ۲۲مه الیاس داعي د هلمند په لښکرګاه ښار کې د مقناطیسي ماین چاودنې له امله شهید شو. ویاند یما سیاوش د لړم په میاشت کې له خپل کور سره نږدې په یوه ورته مقناطیسي ماین چاودنه کې شهید شو.
که څه هم افغان چارواکو د خبریالانو د وژنو پر وړاندې په قهر سره غبرګون ښودلی دی، خو د دغو پېښو د عاملینو د نیول په برخه کې پاتې راغلی، پرته له دې چې د خلکو د احساساتو د کنټرول لپاره یې د دغو پېښو د عاملینو د نیول یا په نښه کولو په اړه کله ـ کله درواغجنې څرګندونې کړې دي.
تر اوسه پورې هېڅ ډلې هم د یادو وژنو مسوولیت نه دی اخیستی او نه هم حکومت د دغو پېښو عاملین په ګوته کړي دي، یوازې داعش په ننګرهار کې ملالې میوند د شهادت مسوولیت ومانه.
اوس پوښتنه دا ده چې دا کار څوک کوي؟ طالب او داعش یې مسوولیت نه اخلي، حکومت یې د عاملینو په ګوته کولو کې پاتې راغلی او څلورمه ډله معلومه نه ده چې څوک دا کار کوي؟
طالب خو له لسیزو راهیسې د افغانانو د وژلو لړۍ پيل کړې ده او د قران او حدیث د روایت خلاف یې ناولې جګړې ته ادامه ورکړې یا په سیستماتیک ډول او یا په عادي ډول خلک وژني، خو حکومت په هیڅ صورت د دغو پېښو له مسوولیت ځان نه شي خلاصولی، ځکه دا پېښې د حکومت د بشپړ کنټرول لاندې سیمو (ښارونو) کې ترسره شوې دي، څنګه کېدای شي چې نه دې عاملین یې په ګوته شي او نه دي څوک مسوولیت واخلي.
یا خو د حکومت دننه کړۍ دا لړۍ شروع کړې ده او غواړي د خبریالانو پر وړاندې وحشت خپور کړي، تر څو خبریالان د چارواکو پټې معاملې بربنډې نه کړي او د ولس د رښتیني ژوند کیسه تر نورو ورسوي او یا طالب پر حکومت د ولس لخوا د فشار راوستلو په موخه دغه ډول سیستماتیکو وژنو ته ملا تړلې ده.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.