د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ مشر کابل کې شهید شو
خبریال وېبپاڼه/ په افغانستان کې د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ یا فیفا مشر یوسف رشید نن سهار په کابل کې شهید شو.
د نوموړي ورور عبدالباقي رشید خبریال وېبپاڼې سره په خبرو کې د هغه د شهادت خبر تایید کړ.
پر یوسف رشید نامعلومو وسله والو د کابل ښار اوومه ناحیه کې وسله وال برید کړی وو، چې له امله یې ښاغلی رشید شهید او موټر چلونکی یې ټپي دی.
فیفا یا د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ غیر حکومتي بنسټ دی چې په افغانستان کې د ټاکنو پر شفافیت، ټاکنیزو بهیرونو او اړوندو سیستمونو څارنه کوي. امنیتي سرچینو هم تر دې دمه په دې پېښه غبرګون نه دی ښودلی.
له تېرو څو میاشتو راهیسې په هېواد کې د هدفي وژنو یوه سیستماتیکه لړۍ پیل شوې ده، چې په د ځینو هغو مسوولیت داعش منلی او د ځینو بیا هیڅ ډلې نه دی منلی او نه هم حکومت توانېدلی چې عاملین یې ونیسي.
په دغو بریدونو کې تر ډېره پورې خبریالان او مدني فعالان په نښه کېږي.
که څه هم طالبانو د دغو پېښو مسوولیت نه دی منلی او نه هم حکومت د دا ډول پېښو عاملین نیولي، خو د مسوولیت په نه منلو او د عاملینو د نه په ګوته کولو طالبان او حکومت خپل ځان نه شي خلاصولی.
ځکه دا ډول پېښې د حکومت تر کنټرول لاندې سیمو کې کېږي، داعش که یې کوي، په هماغه ورځ یې مسوولیت اخلي، بیا نو چا کړي.
حقیقت دا دی چې یوې درېیمې کړې، چې یا به حکومت او یا طالبانو پورې اړه ولري، دغه لړۍ پيل کړې ده او په یو ډول غواړي د افغانانو له احساساتو په ګټې اخیستنې د حکومت او طالب څېره بدنامه کړي.
وړمه ورځ په غزني کې د الجزیزه تلویزیون خبریال رحمت الله نېکزاد په یوه وسله وال برید کې د خپلو ماشومانو د سترګو پر وړاندې شهید کړل شو، چې ګڼ غبرګونونه یې له ځانه سره لرل.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.