د خبریالانو پر ضد مرګونې څپه روانه ده؛ عاملین څوک دي؟

لیکوال: هادي مخلص

خبریال وېبپاڼه/ که څه هم چې طالبانو او افغان حکومت د سولې خبرې پیل کړی دي، مګر په وروستیو میاشتو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ د مخامخ جګړې د شدت ترڅنګ د خبریالانو پر ضد په سیستماتیک ډول یوه مرګونې څپه روانه ده.

د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمېټې هم منلې چې په افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې ګواښونه موجود دي او دغه هېواد د خبریالانو لپاره د نړۍ په کچه خونړی دی.

 په وروستیو کې په کابل، هلمند، ننګرهار او غزني ولایتونو کې د ملي او نړۍوالو رسنیو مهم او مخکښ خبریالان شهیدان شوي دي چې هیڅ ډلې یې مسوولیت نه دی منلی او نه یې عاملین په ګوته شوي دي.

د روان کال د مرغومي په اوله یو افغان ژورنالست رحمت الله نېکزاد د وسله والو لخوا په غزني کې شهید شو.‌ د لیندۍ په ۲۰مه د خبرونو ویانده ملالۍ میوند په ننګرهار ښار کې په ډزو شهیده کړل شوه. د لړم په ۲۲مه الیاس داعي د هلمند په لښکرګاه ښار کې د مقناطیسي ماین چاودنې له امله شهید شو. ویاند یما سیاوش د لړم په میاشت کې له خپل کور سره نږدې په یوه ورته مقناطیسي ماین چاودنه کې شهید شو.

که څه هم افغان چارواکو د خبریالانو د وژنو پر وړاندې په قهر سره غبرګون ښودلی دی، خو د دغو پېښو د عاملینو د نیول په برخه کې پاتې راغلی، پرته له دې چې د خلکو د احساساتو د کنټرول لپاره یې د دغو پېښو د عاملینو د نیول یا په نښه کولو په اړه کله ـ کله درواغجنې څرګندونې کړې دي.

تر اوسه پورې هېڅ ډلې هم د یادو وژنو مسوولیت نه دی اخیستی او نه هم حکومت د دغو پېښو عاملین په ګوته کړي دي، یوازې داعش په ننګرهار کې ملالې میوند د شهادت مسوولیت ومانه.

اوس پوښتنه دا ده چې دا کار څوک کوي؟ طالب او داعش یې مسوولیت نه اخلي، حکومت یې د عاملینو په ګوته کولو کې پاتې راغلی او څلورمه ډله معلومه نه ده چې څوک دا کار کوي؟

طالب خو له لسیزو راهیسې د افغانانو د وژلو لړۍ پيل کړې ده او د قران او حدیث د روایت خلاف یې ناولې جګړې ته ادامه ورکړې یا په سیستماتیک ډول او یا په عادي ډول خلک وژني، خو حکومت په هیڅ صورت د دغو پېښو له مسوولیت ځان نه شي خلاصولی، ځکه دا پېښې د حکومت د بشپړ کنټرول لاندې سیمو (ښارونو) کې ترسره شوې دي، څنګه کېدای شي چې نه دې عاملین یې په ګوته شي او نه دي څوک مسوولیت واخلي.

یا خو د حکومت دننه کړۍ دا لړۍ شروع کړې ده او غواړي د خبریالانو پر وړاندې وحشت خپور کړي، تر څو خبریالان د چارواکو پټې معاملې بربنډې نه کړي او د ولس د رښتیني ژوند کیسه تر نورو ورسوي او یا طالب پر حکومت د ولس لخوا د فشار راوستلو په موخه دغه ډول سیستماتیکو وژنو ته ملا تړلې ده.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More