The news is by your side.

لوګر؛ د مشرانو جرګې مرستیال د ځمکو په غصب او ناامنیو کې لاس لري

خبریال وېبپاڼه/ د لوګر اوسېدونکي وايي، په مشرانو جرګه کې د لوګر د خلکو استازی او د دې جرګې دویم مرستیال اکبر ستانکزی له یوې مافیایي کړۍ سره په ګډه د ځمکو په غصب او د ناامنیو په جوړولو کې لاس لري.
دوی خبریال وېبپاڼې سره په خبرو کې د مشرانو جرګې دویم مرستیال اکبر ستانکزی، د لوګر والي اجمل شاه پور، د لایتي شورا رییس حسیب ستانکزی او د ښاروالۍ یو شمېر مسوولین د مافیا یوه کړۍ وګڼله او زیاته یې کړه، چې دوی د مرکز پل علم شنې ساحې د کورونو د جوړولو لپاره نمرې کړې دي او هره نمره له شل زرو ډالرو تر دېرش زرو ډالرو پورې په خلکو پلوري.
خلک غوښتنه کوي چې پر دغو شنو ساحو دې تفریحي پارکونه جوړ شي، خو په وینا یې، یادو لاس یو کړی او دا ساحې یې غصب کړې دي. په داسې حال کې چې ولسمشر غني امر کړی چې له دغو شنو ساحو باید پارک جوړ شي.
د لوګر اوسېدونکي وايي، چې دغه شنه ساحه څه وخت مخکې د حکومت لخوا رسماً د پارک په توګه اعلان شوه، نقشه یې هم د ښارجوړونې وزارت لخوا بشپړه شوه، خو اوس دغه ساحه په غیر قانوني ډول خرڅېږي.
هغوی ګواښ کوي چې که د دغو ځمکو د خرڅولو مخه ونه نیول شي، دوی به پراخ اعتراضونه پیل کړي.
د لوګر اوسېدونکي همدا راز د مشرانو جرګې مرستیال او ورسره د مافیا کړۍ په لوګر کې د ناامنیو په جوړولو تورنوي او زیاتوي چې دوی د خپلو ګټو وټو لپاره په لوی لاس عامه امن او نظم خرابوي.
خو د لوګر والي اجمل شاپوره له خبریال وېبپاڼې سره په خبرو کې دا تورونه رد کړل او ويې ویل، چې د ولسمشر د حکم پر بنسټ یو یو شمېر تجارتې ساحې د ټولنیزو ستونزو د حل په موخه د ښاروالۍ لخوا خرڅې شوې دي او پاتې شنه ساحه په خپل ځای ده.
هغه وویل چې د ځمکو د غصب د مخنیوی کمېسیون هره اوونۍ غونډه جوړي او دی هڅې کوي چې د ځمکو د غاصبینو مخه ونیسي.
هڅه مو وکړه چې په دې تړاو د مشرانو جرګې د دویم مرستیال او د لوګر د سرپرست ښاروال نظر واخلو، خو له څو ځلې ټلیفوني اړیکو او واتس مسیجونه سره ـ سره هغوی په دې اړه هیڅ نظر را نه کړ.
د ځمکو دغصبولو لړۍ له پخوا راهیسې په هېواد کې روانه ده چې ډېر ځله په خونړیو شخړو هم اوښتې ده، په دې ډول پېښو کې اکثره لوړ پوړي دولتي چارواکي ښکېل وي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.