د امریکا دفاع وزیر خپلو سرتېرو ته: هرو مرو مو له افغانستانه کورونو ته استوم

خبریال وېبپاڼه/ که څه هم ولسمشرۍ ماڼې د افغان چارواکو او د امریکا د دفاع سرپرست وزیر سره د کتنې په اړه لیکل شوې خبرپاڼه کې د امریکايي ځواکونو د ایستلو په تړاو څه نه دي ویلي، خو دې هېل امریکايي نشریې لیکي چې افغانستان ته د امریکا د دفاع سرپرست وزیر کریستوفر مېلر د ناببره سفر اصلي موخه د سرتېرو د ایستلو په اړه بحثونه وو.

په مطلب کې راځي، چې د امریکا د دفاع وزیر له افغان چارواکو سره له افغانستانه د خپلو سرتېرو د ایستلو بهیر په اړه بحثونه کړي دي او د دغه بهیر د چټکتیا او منظم والي په اړه یې افغان چارواکو سره معلومات شریک کړي دي، هغه څه چې ولسمشرۍ ماڼې په دې تړاو څه نه دي ویلي.

نشریه زیاتوي، د امریکا دفاع وزیر خپلو سرتېرو سره هم کتلي دي او ورته ویلي یې دي چې هرو مرو به یې نور له افغانستانه خپلو کورونو ته استوي او په دې تړاو باید له سرتېرو سره هیڅ اندېښنه موجوده نه وي.

بل خوا ارګ وايي، چې د افغان چارواکو او د امریکا د دفاع وزیر د سولې، روان تاوتریخوالي او اوربند په اړه خبرې اترې کړې دي او ډاډ ترلاسه شوی چې امریکا افغان ځواکونو سره خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.

ارګ دا هم ویلي چې مېلر په افغانستان کې روان تاوتریخوالی د اندېښنې وړ بللی او هیله یې ښودلې چې دواړه خواوې ژر تر ژره اوربند وکړي.

داسې ښکاري چې امریکا له افغانستانه د خپلو سرتېرو د ایستلو په اړه جدي ده او ښايي د اعلان شوې شمېرې له مخې خپل سرتېري وباسي، هغه څه چې په کور دننه یې اندېښنې پارولې دي.

لوړ پوړو افغان چارواکو له افغانستانه د امریکايي سرتېرو د ایستلو په تړاو جدي اندېښې لري او وايي چې که امریکايي ځواکونو داسې ناببره ووځي، ښايي دغه خاوره بیا د ترهګرو په ځاله بدله شي.

وا د مخه امریکايي ځواکونه په افغانستان کې له خپلو لسو اډو وتلي او ویلي یې دي چې په دوو لویو او څو کوچنیو اډو کې به مېشت وي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More