کرزی طالبانو ته: د پردیو له ولکې راووځي، د وطن ابادۍ ته کار وکړئ
خبریال وېبپاڼه/ پخوانی ولسمشر حامد کرزي پر طالبانو غږ کړی چې د پردیو له ولکې ځان وباسي او د جګړې پر ځای د وطن د ابادۍ لپاره مټې ونغاړي.
هغه په خپله وروستۍ مرکه کې له طالبانو غوښتي چې سولې او اوربند ته غاږه کېږدي او له نورو افغانانو او اړخونو سره یو ځای د جګړې پر ځای د وطن د ابادۍ لپاره لاس په کار شي.
حامد کرزي د سولې په برخه کې د امریکا د هڅو قدرداني کړې او ویلي یې دي چې د سولې اوږده او جنجالي پروسه په رښتیني او منطقي ډول مخته یوړل شي، تر څو نور د لسیزو جګړې ختمې شي.
هغه په هېواد کې روانه جګړه د اندېښنې وړ بللې او ویلي یې دي چې په دې ډول حساسو شرایطو کې باید بهرني ځواکونه په مسوولانه او قانونه توګه له افغانستانه ووځي، تر څو دغه خاوره بیا د ترهګرو په ځاله بدله نه شي.
پخوانی ولسمشر په داسې حال کې له طالبانو غواړي چې وسله دې پر ځمکه کېږدي او د وطن ابادۍ ته دې کار وکړي، چې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملابرادر پاکستان ته تللی او هلته له ټپي طالبانو سره د کتنې پر مهال هغوی ته د خپلو قربانیو د اخروي بدیل ډاډ ورکوي.
دا په دې معنا ده چې طالبان په هیڅ صورت له جګړې لاس نه اخلي او تازه به له پاکستانه د جګړې د دوام او د سولې پروسې د پیکه کولو په اړه نوی پیغام راوړي.
که څه هم کرزي نه ده په ډاګه کړې چې طالبان د کومو پردیو هېوادونو له ولکې ځان راوباسي، خو تر بل هر چا زیات پر وسله والو طالبانو د پاکستان اغېز پروت دی، هغه پاکستان چې له امله یې پر افغان خاوره تر بل هر وخت زیات اور بل دی او د مړه کولو لپاره یې په هیڅ صورت رښتینې همکاري نه کوي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.