The news is by your side.

(څلور ستوريز جنرال) که (ستر جنرال) ولیکو؟

خبریال ویب پاڼه: په پارسي ژبه کي مي له رسنیو څخه اورېدلي وه چي (ستر جنرال) به يې (ژنرال چهار ستاره) باله، ما ویل دا به د ايران اغېز وي، خو نن مي په څو معتبرو ويب سايټونو کي په پښتو ژبه هم د (څلور ستوريز جنرال) عبارت وليد، بیا په زړه کي راتېر سوه چي ښايي دا اصطلاح به د امريکايي جنرالانو له پاره کارېږي، د امريکايي اردو ټرمينالوژي به همدا وي، خو وروسته مي ولیدل چي له (جنرال مراد علي خان) او (جنرال اصيل خان وزيري) سره يې هم (څلور ستوريز) ليکلي دي.
زه د سوچه توب خبره نه کوم، هسي هم د (جنرال) کلمه پښتو نه ده، ما ته دوې خبري مهمي دي، یو ملي ټرمينالوژي او بل د ولس پوهاوی. ما تر اوسه د عامو خلکو له خولې د (څلور ستوريز جنرال) خبره نه ده اورېدلې، تاسي يې امتحان کړئ، چا چي عسکري کړې وي دا رتبې ښه سمي پېژني، که سواد هم و نه لري، له يونيفارم څخه يې پېژني، خو په (څلور ستوريز جنرال) نه پوهېږي، يو کليوال سپين ږيری به هم د جنرالانو رتبې او يونيفارم داسي درته تشریح کړي:

۱- برید جنرال: پر اوږه يې يو دولتي نښان او يو ستوری ټومبل سوی وي.
۲- تورن جنرال: پر اوږه يې یو دولتي نښان او دوه ستوري ټومبل سوي وي.
۳- ډگر جنرال: پر اوږه يې یو دولتي نښان او درې ستوري ټومبل سوي وي.
۴- ستر جنرال: پر اوږه يې یو دولتي نښان او څلور ستوري ټومبل سوي وي.

په افغانستان کي د امير شېرعلي خان له وختونو څخه رانيولې بیا تر اوسه پوري د ملي اردو ډېری نومونه او اصطلاحات په پښتو او ترکي ژبو دي، اوس دا نومونه او اصطلاحات نه يوازي دا چي زموږ د ملي ټرمينالوژۍ مهمه برخه بلل سوې، بلکي ولس هم ورسره اشنا سوی دئ، زه نه پوهېږم چي خبريالان ولي زیار نه باسي او له انگرېزي او پارسي ژبو څخه ټکي په ټکي ژباړه کوي؟ نالوستي خلک خو پرېږده ایا لوستي خلک پوهېږي چي (څلور ستوريز جنرال) کوم جنرال ته وايي؟ که نه لوستي او نه نالوستي خلک ورباندي پوهېږي، نو بيا رسنۍ د چا له پاره معلومات خپروي؟ تاسي په گوگل کي پلټنه وکړئ ډېر ځايونه به د (څلوز ستوريز) عبارت پيدا کړئ. دا عبارت هم اوږد او نامانوس او هم روان نه ويل کېږي، خو (ستر جنرال) ډېر ساده او عام عبارت دئ.

 

ليکوال: عبدالنافع همت

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.