اردوغان؛ زموږ د زړه ارزو د اسراییلو سره ژورې اړیکې دي

خبريال وېبپاڼه/ د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان نن د جمعې له لمانځه وروسته د رسنيو سره خبرې وکړې، اردوغان پخپلو خبرو کې د اسرایلو سره د اړيکو د عادي کولو په هکله وويل چې په استخباراتي ډول مو د اسرایلو سره هیڅ وخت اړيکې نه وې شلیدلې خو زموږ د زړه آرزو دا وه چې د اسرايلو سره ډیرې غوره اړيکې ولرو.

د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان په داسې حال کې د اسرایلو سره د اړيکو د ښه کیدو هيله کوي چې د ترکیې په ګاونډ او منځني ختيځ کې پراته عرب هېوادونو د اسراییلو سره ددوستۍ تړونونه لاسليک کړل.

اردوغان د اسرایلو سره د خپل اختلاف په هکله وويل چې دوی د اسراييلو دا کار هېڅ وخت نشي زغملی چې فلسطینیان دې د خپلو کورونو څخه شړل کېږي او ظلم دې ورباندې کېږي، اردوغان زياته کړه زموږ د اسرايلو سره همدا ستونزه ده چې دوی فلسطنيان د خپلو کورونو څخه شړي که دا کار نه وی نو زموږ زړه و چې د اسرایلو سره ډېرې ښې او ژورې اړيکې ولرو.

ځینې کسان د اردوغان په دې کړنو نيوکه کوي او وايي چې ولسمشر اردوغان په سياسي ډول د اسلام نوم کاروي خو د پردې تر شاه خپلې ګټې پالي، لکه څنګه چې اردوغان وويل چې د اسراییلو سره يې استخباراتي ډلې هېڅ وخت نه دي غوڅې شوې نو ښکاري داسې چې د پردې تر شاه اردوغان د اسرایلو سره ژورې اړيکې لري.

خو ځینې کسان شته دي چې د اردوغان دا پاليسي د حکمت څخه ډکه بولي، يوه ډله کسان وايي چې اردوغان او ترکیه اوس په دې مرحله کې نه دي چې د اسراییلو سره د سياسي جنجال څخه کوم لوی عملي جنجال وکړي نو له همدې کبله بايد شرايطو ته په کتو خپله پاليسي وپالل شي که نه پايله به يې داسې وي چې د مصر د ولسمشر مرسي.

ترکیه يو له هغه هېوادونه څخه چې د اسرايلو سره پخوانۍ اړيکې لري، د اسراییلو او ترکيې اړيکې هغه وخت خرابې شوې کله چې اسرایلو د ترکیې په يوه کښتۍ باندې برید وکړ او ګڼ شمیر کسان يې پکې ووژل، دا کښتۍ د مديترانې په اوبو کې روانه وه او فلسطين ته يې مرستې رسولې‌.

اسرایلو په رسمي ډول ددې پېښې په هکله د ترکيې څخه بخښنه وغوښته او د زيان ليدونکو کورنیو سره يې ميليونونه ډالره مرسته وکړه او ټول مالي تضمينات یې عملي کړل‌.

ددې هرڅه سره سره ترکيې او اسراييلو بيا هم په چټکۍ د اړيکو د رغولو اراده نه وه ښکاره کړې خو اوس ويل کېږي چې اذرباييجان هڅه کوي د ترکيې او اسراييلو اړیکې بېرته نورمالې کړي، د يادونې وړ ده چې اسرايل او اذربایجان پخپلو کې ښې اړيکې لري.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More