د کابل وروستی حالت د حکمتیار د وخت یاد

د لېونۍ ارمان پوره شو
پرلاره ځي په کاڼو ولي زیارتونه

خبريال وېبپاڼه/ نن د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار په کابل کې يوې غونډې ته په وينا کې د هېواد او د کابل د نني حالت څخه سر وټکاوه او خلکو ته یې خواست وکړ چې دوی دې نور خپل امنیت پخپله ونيسي.

د حزب اسلامي د مشر د کابل د حالت څخه شکایت کوي بېرته ذهن ته ددوی د وخت دوره راوړي، کله چې دوی په کابل کې د واک په سر کوم غوبل جوړ کړی و نو د کابل حال نن ته ورته و او ان ويلی شو د نن څخه هم بدتر و.

که څه ګلبدين حکمتيار نن د کابل له وضعيت څخه شکایت کوی حکومت په بې کفایتۍ تورنوي خو ددوی پخپله دوره کې دوی حالت تر دې بدتر کړی و، داسې چې په کابل کې به يو رڼا ځای هم ددوی د بريد ښکار و.

په کابل کې دا ننۍ هدفي وژنې، د فعالينو وژل، د سړک د غاړې د چادونو، د راکټونو ورول ټول هغه څه دي چې افغانانو ته د ګلبدین حکمتیار او ټلوالې د وخت يادونه ور تازه کوي.

ګلبدين د خدای شتون په راکټ ثابتاوه
ګلبدين حکمتيار د خپل وخت د جګړو او د ځوانۍ په هکله په یوه مرکه کې وايي چې دی په ښوونځي کې وه چې يو کس ورڅخه پوښتنه وکړه چې ماته د خدای ج شتون ثابت کړه، ګلبدين حکمتيار وايي ددې پوښتنې او دا ډول حال وروسته يې نيت د مبارزې پسې د جنګ جګړو وکړ.

اوس د حکمتیار څخه دا پوښتنه کېدل چې د خدای شتون ثابت کړه دومره په زيان تمامه شوه چې هغه تعليمي ژوند پرېښود او راکټي ژوند یې غوره کړ.

دا پوښتنه يوه عامه پوښتنه وه چې ګلبدين حکمتيار کولی شول په ډېره سړه سينه هغه کسان ته ددې ځواب ورکړي، حکمتیار کولی شول د موجوداتو د یوه خالق په هکله هغه ته کافي دلایل وړاندې کړي خو حکمتیار ددې په ځای د راکټ لاره وټاکله او په دې يې د خدای ج شتون ثابته.

په همدې لاره کې حکمتيار افغانستان پریښود پاکستان ته ولاړ هلته یې نور داسې لارې وټاکلې چې هغه د افغانستان د بربادۍ لارې وې.

نن چې د کابل کوم حالت دی هغه د حکمتیار او ټلوالې له لوري یو ځل په افغانانو تجربه شوی دی، خو له بده مرغه چې نن يې افغانان يو ځل بیا شاهدان دي.

له دې سترګې نشي پټېدلای چې د کابل دنني حالت مسول همدا نني واکمنان هم دي، دوی خپل لومړيتوب د کابل او افغانستان امنیت نه دی ټاکلی بلکې دوی د همدې جګړې او وحشت څخه تغذيه کېږي، خو دا خبره هم بايد په ياد ولرو چې په نني حالت کې د ګلبدین او د هغه د وخت د نورو ډلو رول کم نه دی.

دوی د افغانستان د مړ کېدونکي اور پطرول شول، و وروسته له هغه چې ډاکټر نجيب د افغانستان د حکومت له چوکۍ په شا شو همدې ډلو چې ګلدبين حکمتیار، احمد شاه مسعود رباني، محقق، عبدالعلي مزاري او دوستم یې په سر کې راځي د کابل د چوکۍ د ترلاسه کولو لپاره کابل په اور کې وسوځاوه.

 

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More