اسراييلو سوريه کې ایراني قرارګاه بمبار کړه، د تهران د باټو هم درک نشته

اسراييلو سوريه کې ایراني قرارګاه بمبار کړه، د تهران د باټو هم درک نشته

خبريال وېبپاڼه/ تېره شپه اسرایلي جنګي الوتکو يو ځل بيا په سوريه کې هغه مواضع بمبار کړې دي چې ايراني ملېشې، پوځيان او ددوی مشران پکې مېشت دي.

وروسته له هغه چې په سوريه کې ګډوډۍ رامنځته شوې او په دې هېواد کې ديکتاتور بشر الاسد په خپلو خلکو د ظلمونو اوج ته ورسېد نو په وړاندې يې خلکو پاڅون وکړ چې ددې خلکو د ټکولو لپاره ايران خپل ځواکونه او ملېشې دې هېواد ته واستول.

د هغه ورځې څخه اسرايل په سوریه کې د ايران ځواکونو او ملېشو شتون د ځان لپاره يو تهديد بولي او په وړاندې يې وخت نا وخته عمليات کوي، خو ددې هرڅه په وړاندې اوس د تهران خوله ماته ده.

پخوا به ايران د اسرايلو د ړنګولو او نورو خبرو په خوله باټې ويشتلې خو اوس د هغه وړتيا هم نه ده ورکې پاتې.

انتقام سخت
څه موده وړاندې چې په تهران کې ددې هېواد ترټولو ستر فزيک پوه ووژل شو نو د ايران مذهبي مشر، د بهرنیو چارو وزير او نورو چارواکو یې مسؤل اسرايل وګڼل او د سخت انتقام اخيستلو خبره يې وکړه.

ايراني چارواکو د محسن فخري زاده د سخت انتقام خبرې ته ښه هوا ورکړه چې ګواکي د اسرایلو څخه به سخت انتقام واخلي خو دادي اوس اسرایلو بيا ګڼ شمېر ايراني پوځيان او ملېشې ووژل خو د ايران نه د سخت انتقام درک لګېږي او نه يې هم د غبرګون څه خبره شته، ان کومه باټه يې هم نه ده ويشتلې.

د ايران د خاورو ډک خوله
د ايران خوله د خاورو ډکه ده، اوس خپلې باټې هم نه دي ورپاتې، ايران په يوه سخته محاصره کې قرار لري، د خپلو ګاونډیانو سره اړيکې خرابې دي، په سيمه کې یې دوستان ختم شوي دي، د ننه پکې د خلکو نا رضايت خپل اوج ته رسېدلی او ددې ټولو هخوا ورباندې د امريکا درانه بنديزونه دوام کوي.

ايران اوس په یوه تنګه دايره کې پاتې دی چې د مخ اړولو څوک نلري، ارمنستان چې د ايران سره يې ډېر وخت اړيکې ښې وې هم د ايران له لاس څخه ووت، اذربايجان د ارمنستان څخه خپله اشغال شوې خاوره بېرته واخيسته او د ايران او ارمنستان اړیکې پسې نورې هم خرابې شوې، د بلې خوا دا کار په ايران کې مېشتو اذريانو ته هم د هيلې يو زېري شو، په دې هېواد کې لسګونه میلیونه ترک او اذري قومه وګړي ژوند کوي، ددوی سره هم دا هيله پيدا شوه چې يوه ورځ به د اذربايجان سره يو ځای شي او یو لوی اذربایجان به جوړ شي.

لنډه دا چې ايران په هر سټېج بايلونکی دی، دننه په فساد کې غرق دی او هره نړیواله لوبه بايلي، ايراني اخوندانو ددې هېواد سرنوشت د يوې فاجعې لوري ته روان کړی دی.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More