The news is by your side.

حکمتیار کابلیانو ته؛ خپل امنیت پخپله ونيسئ

حکمتیار کابلیانو ته؛ خپل امنیت پخپله ونيسئ

خبريال وېبپاڼه/ د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار نن په یوه غونډه کې خلکو ته د خبرو په مهال وويل چې خپل امنيت دې پخپله ونيسي.

حکمتیار وايي حکومت نه يوازې چې د خکلو د امنیت نشي ساتلی بلکې ساتي يې هم نه، حکمتيار ادعا کوي چې کابل د يوې پوزې او يوې تمې لپاره په پلان شوي ډول نا امنه کېږي.

د کابل د حالت اضطراري کول
په کابل کې هره ورځ يوه يا څو امنیتي پیښې رامنځته کېږي، دا پېښې ډېری سختې مشکوکې دي چې هدف يې د حکومت منتقدین دي، شننوکي وايي چې هدفي وژنو د راکټي بریدونو په کولو کې ځینې حکومتي کړۍ لاس لري چې غواړي په دې لاره خپلو ځینو نامشروع غوښتنو ته ورسېږي.

په کابل کې د حالاتو ځینې څارونکي په دې اند دي چې د حکومت دداخل څخه ځینې کړۍ غواړي چې کابل هومره نا امنه کړي چې يو اضطراري حالت اعلان کړي او بلاخره ددې لارې وتوانېږي چې نړيوال په دې قانع کړي ترڅو د افغانستان څخه خپل سرتیري ونه باسي.

پرون عطا نور نن حکمتيار
حکمتيار په داسې حال کې د کابل ښاریانو ته وايي چې خپل امنیت پخپله ونيسئ چې پرون د جمعیت ګوند اجرايي ريس عطا محمد نور هم وويل چې دی به د امنيت راوستلو ته خپله لاس په کار شي او وسلې به را واخلي.

که څه هم د حکمتیار او د عطا محمد نور دا خبره بلکل په ځای ده چې حکومت د خلکو امنيت نه نيسي خو دا چې دوی په دې خړو اوبو کې د ماهيانو د نيولو هڅه کوي دا بله خبره ده.

په کابل کې روان بریدونه بدون د واک د خاوندانو له همکارۍ امکان نلري، حکومت د بریدونو په هکله نه يوازې چې خپله کوم کار نکوي بلکې هغه غيرې دولتي او يا د چادونو څخه متضرر اشخاص هم نه پرېږدي چې تحقيق وکړي.

د مثال په ډول څه موده وړاندې د افغانستان بانک يو کار کوونکی او د طلوع ټلویزیون پخوانی خبريال يما سياوش د يوه چسپکي ماين له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړ، د يما کورنۍ وايي حکومت د پېښې د سرچینې د پلټلو په برخه کې ورسره مرسته نکوي.

د يما سياوش کورنۍ وايي غواړي د افغانستان بانک د پارکېنګ کامرې وګوري، د هغه موټر چي پي اېس درلود غواړي د تېرې ورځې هغه ټول ځايونه وګوري چې دا موټر پکې درېدلی و خو حکومت په دې يوه برخه کې هم ورسره همکاري نکوي او ان امرالله صالح خو په غیرې مستقیم ډول ددې معلوماتو غوښتونکي يا پوښتنه کوونکي ګواښي.

دا یوه ښکاره خبره ده چې د کابل امنیت د یو پلان له مخې خرابېږي خو دا چې حکمتيار او عطا محمد نور ددې نا امنیو په وړاندې ددا ډول غبرګونونو او خبرو څخه څه تمې لري دا به وخت ښکاره کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.