The news is by your side.

خليلزاد؛ هدفي وژنې سوله ګواښي، خپلې هڅې دوه چنده کړئ

خليلزاد؛ هدفي وژنې سوله ګواښي، خپلې هڅې دوه چنده کړئ

خبريال وېبپاڼه/ په کابل او د هېواد په نورو ولايتونو کې د روانو هدفي وژنو په هکله زلمي خليلزاد هم غبرګون وښود، خليلزاد پخپل غبرګون کې ويلي دي چې دا وژنې د سولې پروسه ګواښي پکار ده ژر تر ژره يو‌ اوربند وشي.

خپلې هڅې دوه چنده کړئ
د افغانستان د سولې د چارو لپاره د امريکا د متحده ايالاتو ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د افغانستان په حکومت او طالبانو غږ کړی دی چې ددوی استازي دې د سولې په خبرو کې خپلې هڅې دوه چنده کړي، خليلزاد همدرانګه ويلي دي چې دواړه ډلې دې خپلې هڅې زياتې کړي امریکا هر ډول مرستې تيار ده.

زلمي خليلزاد ددې برید کوونکو په هکله دا هم ويلي دي چې ترسره کوونکي یې بايد د عدالت مېز ته راکش شي او ددوی سره حساب او کتاب وشي، خليلزاد په داسې حال کې د سولې د خبرو د چټکتيا او د هدفي وژنو د مسولینو د نیولو وړانديز کوي چې د بين الافغاني خبرو دواړه ډلې په درۍ اونیزه رخصتۍ وتلي دي.

خليلزاد وايي ټول افغانان سوله غواړي، د سولې لپاره يو سياسي جوړ جاړی اړين دی چې ددې لپاره ترټولو اسانه غوره او ساده لاره يو اوربند کول دي، د اوربند کولو په وخت کې دواړه لوري کولی شي په اسانه توګه یوه سياسي جوړښت او جوړجاړي ته ورسیږي او روانې جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي

په افغانستان کې د بل هر وخت په نسبت د نا امنیو او په ځانګړي ډول د هدفي وژنو پېښې زیاتې شوې دي، په هدفي وژنو کې ترټولو زيات خبريالان او مدني فعالان په نښه کېږي.

حکومت ددې پېښو په مخنیوي کې پاتې راغلی دی او تراوسه يې د هدفي وژنو په ګراف کې د کم والي لپاره پايله ورکونکي څه نه دي کړي.

خلک هم د حکومت له دې بې کفایتۍ سره ټکوي او په حکومت باندې دا نیوکه کوي چې نور افغانستان خو پریږده یوازې د کابل امنيت هم نشي ساتلی، ځکه په کابل کې به داسې ورځ نه وي چې هلته یوه امنیتي پیښه رامنځته نشي.

د خلکو شک په چارواکو زياتېدونکی دی

ان اوس خلک په خپله په حکومتي چارواکو شک کوي چې په دې وژنو کې لاس لري، د يوې خوا بريد په داسې کې ځای کې ترسره شی چې په څو مېترۍ کې یې پولیس موجود وي، د بلې خوا د ډېری هدفي وژنو هدف هغه فعالين دي چې په حکومت باندې سختې نیوکې کوي.

دا چې اوس د به د خليلزاد نوې چیغه څومره په دواړو ډلو تاثير وکړي ښکاره ځواب یې ستونزمن دی، خو په دواړو لورو کې شته دي داسې کړۍ چې د سولې څخه جګړه غوره ګڼي او په جګړه کې يې خپلې غيرې مشروع ګټې خوندي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.