The news is by your side.

د هدفي وژنو د زیاتوالې په اړه د بشري حقونو د فعالانو انديښنې.

خبريال وېب پاڼه: په افغانستان کې د خبريالانو، مدني او بشري حقونو د فعالانو، دولتي کارکوونکو، سوداګرو، پانګوالو، او د ملکي وکړو هدفي وژنو د بشري حقونو فعالان سخت اندښمن کړي دي.

په همدې اړه نن پنجشنبه د بشري حقونو د فعالانو کميټي لومړۍ ناسته ترسره کړه.

په غونډه کې د ولسشمر دوهم مرستیال سرور دانش، د بشري حقونو د خپلواک کميسون رئيس شهزاده اکبر، د بشري حقونو او ځینو نورو ټولنو فعالانو ګډون درلود.

د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش په غونډه کې وويل(دښمن د قانون حاکميت د بشر حقوق او د بيان ازادي په نښه کړي دي چې خبريالان، د رسنيو کارکوونکي، قاضيان، د بشري او مدني ټولنو فعالان او همدارنګه دولتي کارکوونکي يې قربانيان دي).

ښاغلي دانش زیاته کړه، دښمن وروستۍ لاسته راوړني هم په نښه کړي ترڅو د ولس او دولت ترمنځ واټن رامنځته کړي دښمن غواړي د سولي مذاکرات د ستونزو سره مخ او وحشت خپور کړي.

د بشري حقونو د يوې کميټي د راپور له مخې په تیر يوه کال کې د بشري حقونو ۲۳ فعالان په هدفي ډول وژل شوي دي.

د بشري حقونو خپلواک کميسون وايې، بشري فعالانو ته ډير ګواښ د طالبانو، حکومت، مذهبي مشرانو، سیمه ييز زورواکو، غيري دولتي کارکوونکي، او سیاسي مشران دي.

د افغانستان د مدني ټولني رئيس عزیز رفيعی ويلي، په تير يوه کال کې د بشري حقونو ۲۳ بااستعداده فعالان په مظلومانه ډول له لاسه ورکړي موږ هم په ورته مهال د بشري حقونو د فعالانو ۵۴ ګواښل شوي قضيې ثبت کړي دي خو، په خواشينۍ د جملې څخه يې موږ يوازې ۲۷ تنو سره مرسته کړي ده.

د بشري حقونو د خپلواک کميسون رئیس شهزاده اکبر ويلي، هدفي وژني په واقعيت سره د انديښنې وړ دي د بشري حقونو خپلواک کميسون د سږکال په لومړيو شپږ مياشتو کې د تير کال په پرتله ۵۰% زياتي قضيې ثبتي کړي دي.

د بشري حقونو د فعالانو کميټه په داسي حال کې ګډه ناسته کوي چې په تيرو دوه مياشتو کې ځيني خبريالان، د بشري او مدني ټولنو فعالان، څارنوالان، د نا معلومه وسله والو لخوا وژل کيږي چې حکومت د هدفي وژنو په مخنيوي کې پاتې راغلی دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.