The news is by your side.

پاکستان کې د ملابرادر علني اقرار ته د بهرنيو چارو د وزرات غبرګون

پاکستان کې د ملابرادر علني اقرار ته د بهرنيو چارو د وزرات غبرګون

خبريال وېبپاڼه/ د څو ورځو له تیریدو وروسته د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په پاکستان کې د طالبانو د مرستيال ملا برادر خبرو ته غبرګون وښود، د هېواد د بهرنیو چارو وزرات په یوه اعلامیه کې ويلي دي چې په پاکستان کې د طالبانو د مشرانو او غړو شتون ددوی د ملي حاکميت خلاف اقدام دی.

د بهرنيو چارو د وزرات په اعلاميه کې راغلي دي چې د افغانستان حکومت د سولې د پروسې د پرمختګ لپاره د طالبانو او د پاکستان د ليدنې پلوی دی نو په پاکستان کې ددې ډلې د مشرانو او نورو غړو دا ډول مېشت کېدل د افغانستان د ملي‌ حاکمیت خلاف دي.

ځنډلې تت غبرګون
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر وروسته د څو ورځو په پاکستان کې د ملابرادر هغه خبرو ته غبرګون وښود چې پاکستان ورڅخه دا ۱۹ کاله انکار کاوه.

پاکستان تر ننه پورې له دې خبرې هم د افغانستان د حکومت د‌ چارواکو په وړاندې، هم د افغانستان د خلکو په وړاندې هم د نړيوالو په وړاندې انکار کاوه چې د طالبانو جنګيالي او مشران دې په دې هېواد کې شتون ولري.

خو اوس چې په دې هېواد کې ملا برادر په ښکاره ددې خبرې اعلان کوي چې ددوی مشران کلونه کېږي په همدې پاکستان کې مېشت دي، نو پاکستان ته هېڅ ډول بهانه نه ده ورپاتې، اوس پاکستان له دې هېڅ ډول انکار نشي کولی او افغان حکومت کولی شي چې د ملا برادر له دې وینا څخه د پاکستان په وړاندې په نړيوال سټېج کې پراخه استفاده وکړي.

خو داسې نه ښکاري ځکه چې ددې مسلې په هکله د افغانستان د بهرنیو چارو د وزرات غبرګون د احتياط څخه ډک و، د بهرنیو چارو وزارت دې ټکي ته اشاره کړې ده چې دوی د سولې د خبرو د پرمختګ لپاره د طالبانو او پاکستاني چارواکو ليدنې کتنې ناوړه نه بولي نو دا ټکی یې داسې‌ په زغرده نه دي بيان کړي چې اې پاکستانه دا شل کاله دې انکار کاوه چې دلته نه طالبان شته او نه هم ددوی مشران اوس چې ددې ټولو ډیپوګانې او زېرمې درپکې ثابتې شوې اوس به څه وايې.

پکارده چې اوس د پاکستان په وړاندې په نړيواله سطحه يو ښکاره د ثبوت سره شکایت ثبت شوی وی، حکومت نور افغان ولس ته واضح ويلي وی چې د طالبانو دغه حال ده، هغوی په پاکستان کې پراته دي، هلته يې درملنه کېږي هلته تربیه کېږي هلته يې مشران ژوند کوي نو څنګه امکان لري چې د پاکستان څخه به خپلواک وي.

خو له بده مرغه د افغانستان سياسي دستګاه تراوسه په دې هکله څنګه چې اړتيا وه هغسې غبرګون نه دی ښودلي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.