The news is by your side.

ښځينه د نارينه و له دې ۵ کارونو بد وړي

ښځينه د نارينه و له دې ۵ کارونو بد وړي
خبريال وېبپاڼه/ ښځينه د نارينه و په نسبت يو څه زيات احساسات پالي، د مثال په ډول يو نارينه غواړي زيات کار وکړي او زياتې پيسې ترلاسه کړي خو مېرمن يې د زیاتو پيسو په ځای دا غوره ګڼي کې خاوند یې د هغه سره زئات وخت تېر کړي.

له همدې کبله نارینه مکلف دي چې د خپلو مېرمنو د احساساتو د پلې دروند والی په نظر کې ونيسي او د هغه مطابق د خپلې مېرمنې سره رويه وکړي.

د مېرمنو لپاره دا اصلا د تحمل او زغم وړ نه ده چې خاوند يې ددوی څخه پټ ځينې کارونه ترسره کړي او يا دې هم ددوی سره مشوره ونکړي، مېرمن د نارينه و د بې مشورې کار له کبله ځان يو ډول پردی حس کوي.

تل د خپلې مېرمنې د خوښې څيز هېرول هم په یوه لویه ستونزه بدلیداي شي، که ستاسې مېرمن درڅخه هره ورځ یو څه غواړي او ستاسې هره ورځ هېر وي نو په اخر کې پام کوي چې خاوند ته يې ارزښت نلري ځکه یې هرڅه ورڅخه ډېرېږي.

ډېر نارينه چې هرڅومره دا خبره واري خو بيا یې هم نه مني او نه د عملي کولو توان په ځان کې ويني، ښځينه د نارينه و يانې د خپل خاوند له درواغ ويلو زيات نفرت لري، که چېرته یې خاوند کوم ناوړه کار هم کړی وي ښځينه خوښوي چې دوی ته ريښتيا وويل شي، په هغه شېبه به مېرمن خپله غوسه وکړي خو دا خبره بيا په زړه کې نه ساتي خو که نارينه داسې وکړي چې حقيقت نه وايي او دروغ وايي نو نه يوازې کله چې مېرمن يې خبره شي ورباندې سخته کېږي خفه کېږي بلکې ذهن ته يې ډول ډول فکرونه ورځي او دا دروغ يې په زړه کې ځای نيسي.

نارينه ډېر وخت دا فکر کوي که یې د مېرمنې لپاره هرڅه دوی وکړي نو مېرمن به يې سخته خوشاله شي خو واقعیت داسې نه دی، ښځې په دې ډول رويه داسې فکر کوي چې خاوند یې ورباندې هېڅ باور نلري ځکه هغوی ته هېڅ کار نه وسپاري، ښځې غواړي د خپل خاوند سره همکارې وي او دا حس کړي چې دوی هم ددې ژوند په مخ بېولو کې ونډه لري.

د ښځو دا هېڅ نه خوښېږي چې خاوند یې بدون له دوی څخه د چا سره اوږدې اوږدې خبرې وکړي، دوی غواړي خاوند يې صرف ددوی سره د ډېرو خبرو علاقه ولري، له همدې کبله که غواړی مېرمن مو درڅخه خوشحاله وي بیرون د اوږدو اوږدو مجلسونو ډډه وکړئ.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.