The news is by your side.

پنجاب د افغان انسان عقل غلا کړی

پنجاب د افغان انسان عقل غلا کړی

خبريال وېبپاڼه/ شايد ډېرو ته جالبه وي چې څنګه پاکستان چې د څو لسیزو عمر لري د څو زره کلونو د عمر لرونکي افغانستان سره په روانه لوبه کې ځان مخې کړی دی، دا واقعاً داسې يوه مسله ده چې په دې وطن دردېدونکی هرڅوک باید ورباندې فکر وکړي.

د عقل دښمني
د ملتونو عقل د ملتونو راتلونکې ټاکي، که موږ يو ارام او جوړ شوی افغانستان هم ولرو خو که یو مدني او عاقل اکثریت ملت ونلرو نو موږ به بيا هم خپل هېواد ونشو ساتلی او دښمنانان به دا هېواد زموږ په خپلو لاسونو راباندې ړنګ کړي، موږ ددې ډېر مثالونه لرو.

ددې لپاره چې يو داسې ملت ولرو چې د خپل سرنوشت په هکله ځان مسول وګڼي او د واقعيت او شعار ترمنځ توپير وکړی شی بايد د ملت غلا شوی عقل بېرته خپل کړو.

خپل نسل پخپله روزل پکار دي
ددې لپاره لومړی کار د هېواد تعليمي سيستم اصلاح کول دي، په ځانګړي ډول په ښوونکو بايد ترټولو زياته پانګونه وشي، که ښوونکي ښه وروزل شي نو دا به موږ ته یو ښه روزل شوی نوی نسل په لاس راکړي.

دا پخپله هم يوه پوښتنه ده چې ښه ښوونکی څه ډول ښوونکوی دی، که څه هم پدې به پوهان خپل خپل فکر او تحليل لري خو زما په قناعت ښه ښوونکی هغه دی چې ځان یې پېژندلی وي، خپل خویونه خپل حواس یې پېژندلي وي، په خپلو حواسو حاکم وي د خپلو حواسو غلام نه وي، ښوونکی بايد حتماً د ځان پېژندنې د تعلیم دورې څخه تېر شوی وي.

داسې يو ښوونکی چې د خپلو حواسو غلام نه وي حق پرست ښوونکی دی، هغه به داسې یو نوی نسل روزي چې د خپلو حواسو د خپل کبر، شهوت، غرور، حرص غلام به نه وي بلکې يو عاقل ځان ملت او خپلې خاورې ته ژمن نسل به وي.

پنجاب د افغان عقل دښمن
همدا اوس پاکستان در ګرده لګيا دی او د افغانانو عقل وژني، پاکستان دا کار د دين څخه په ناوړې استفادې سره کوي، دوی یو داسې اطاعت کار افغان نسل روزي چې بدون د پوښتنې،بدون له ولې، بدون له څرنګه فوراً اطاعت وکړي.

پاکستان بيا دا ډول روزل شويو کسانو ته د خپل تفسير مطابق يو دين وړاندې کوي، يانې پاکستان د دين هغه تفسير دوی ته وړاندې کوي چې دوی يې له دين څخه لري، البته پاکستان لکه نني عرب تيار دي د خپلو ګټو لپاره نن یو څه حلال کړي سبا يې حلال اعلان کړي.

وروسته له دې بيا نو ددوی له لوري روزل شوی نسل د ښه او بد پوښتنه نکوي د سم او بد پوښتنه نکوي مقصد په ژېړو کتابونو کې چې څه دوی ليکلي و بدون له چون او چرا يې مني.

دا نسل سبا افغانستان ته رالېږي او دلته دوی شروع کوي د خلکو په تکفير کولو، د ځان څخه يې د خدای ج استازی جوړ کړي وي نور ځوانان هم خپلې لارې ته راکش کوي.

دا ډول يو نسل نه د تفکر وړتيا لري نه د تحليل بس هرچا چې تر پړي ونیوه پسې روان دی.

نو د پاکستان څخه بايد لومړی بايد موږ خپل غلا شوی عقل واخلو، خپل نسل پخپله وروزو او پرېنږدو چې خپله د نورو د لاس الې شو، دا هغه لاره ده چې په دراز مدت کې موږ د پاکستان په وړاندې بريا ته رسوي‌.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.