The news is by your side.

کرونا تر انټراکتیکا هم ورسیده.

خبريال وېب پاڼه: انټراکټیکا یوازينۍ لویه وچه وه چې د کرونا وبا څخه په امن کې وه خو، بلاخره دغه مرګونی ويروس تر انټراکټیکا هم ځان ورسوه چې تازه پکې ۳۶ کسان په کرونا ویروس اخته شوي دي.

له دي سره د کرونا ويروس په ټوله نړۍ کې خپور شو.

د راپورونو له مخې تازه ۳۶ پيښې د چیلی په یوه څیړنیز مرکز کې ثبت شوي دي چې ۲۶ تنه یې د چیلی هيواد د پوځ غړي او ۱۰ تنه د څیړنیز کیمپ کارکوونکې دي.

د هسپانوي ژبی میډیا د دوشنبي په ورځ د جنرال برنارډو او هیګنس رقیلم څیړنیزو اډو کې د وبا راپور ورکړ.

د چیلی ځواکونو په یوه اعلامیه کې وویل، د طبي کنټرول پرسونل څخه مننه کوو چې په وخت یې د PCR نموني د معاینه کولو لپاره واخیستې او په کویډ-۱۹ ناروغۍ اخته کسان و پيژندل شول که چیري په وخت سره په کرونا وبا اخته کسان نه وی پيژندل شوي ممکن وه چې د کمپ ټول پرسونل په کويډ-۱۹ اخته شوي وی.

هغه ۳۶ کسان چې د چیلی په څیړنیزه اډه کې په کرونا اخته شوي د چیلي پنټا اريناس ښار ته لیږدول شوي د راپورونو له مخې په کويډ-۱۹ اخته کسان په نورمال حالت کې دي.

د جنرال برنارډو اډه د انټراکټیکا د لويې وچې په هيګينز ریکویلم ټاپو کې د چیلي هيواد د ۱۳ اډو څخه يوه ستره اډه شميرل کیږي چې پکې د کرونا ويروس تازه پيښې ثبتي شوي دي.

په ټوله کې د وبا څخه د انټراکتيکا د لويې وچې د ژغورلو هڅې رواني دي د ويروس د خپريدلو له امله ټولي څيړنيزي پروژي د نا معلومه لپاره بندي شوي دي.
په داسي حال کې دا لويه وچه هيڅ اصلي اوسيدنکی نه لري خو د ژمي په اوږدو کې د ۱۰۰۰ څخه زیات څیړونکي د څيړونو لپاره په دي لويه وچه کې پاتي کیږي.

لکه څنګه چې نړۍ د کوويډ-۱۹ له د چټکي خپريدا له امله وتړل شوه د انټرکتيکا څيړونکو هم د انټرکتيکا لويه وچه د څيړنو پر مخ وتړله چې شايد کوويډ-۱۹ دا سړه سیمه په يوه ناورين بدله کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.