The news is by your side.

عطامحمد نور وايي د چا نه منم خپله وسلې را اخلم

عطامحمد نور وايي د چا نه منم خپله وسلې را اخلم

خبريال وېبپاڼه/ د ټلوالې او جمعیت ګوند اجرايي ريس عطامحمد نور وايي په هېواد کې نا امني اوج ته رسېدلې او مسول بنسټونه د امنیت د رامنځته کولو او ټينګولو په برخه کې پاتې راغلي دي نو دوی مجبور دي خپله لاس په کار شي.

عطامحمد نور وايي چې دی به په هر صورت وسلې ته لاس کوي او خپلو کسانو ته به سولې ورکوي که څوک هرڅه وايی دی یې پروا نکوي، نور وايي ځينې کړۍ به هڅه وکړي دده دې کار ته د ملېشه سازۍ نوم ورکړي خو دی یې پروا نکوي او دا کار به خپله ترسره کوي.

حکومتي چارواکي فیسبوکي تبليغات کوي
د بلخ دې پخواني والي په حکومتي چارواکو نیوکه کړې ده چې د امنيت په راوستلو کې پاتې راغلي دي، نور وايی چې په هېواد کې امنیت ورځ تر بلې خرابیږي او د حکومت چارواکي صرف په فیسبوک کې تبليغات کوي او بل څه ګټور کار نکوي.

د عطامحمد نور اشاره تر ډېره امرالله صالح ته وه ځکه په فيسبوک کې امرالله صالح تر نورو حکومتي چارواکو ډېر فعال دی، امرالله صالح چې ولسمشر غني ورته د کابل د امنيت چارې سپارلې دي د کابل د امنیت په تامینولو کې پاتې راغلی دی، په کابل کې داسې ورځ نه وي چې يو څوک يا د یوه چسپکي بم يا هم د کوم بل بريد له لاسه نه وي وژل شوې، لنډه دا چې په کابل کې داسې ورځ نشته چې پکې دا امنيتي پېښه ونشي.

عطامحمد نور او امرالله صالح څه موده وړاندې هم د يو بل سره پنجه ونيوه او يو بل ته يې سخت پیغورونه ورکړل، عطا محمد نور هغه وخت هم د امرالله کړنې نمايشي، سپکې د فریب ډکې بللې وې.

د ولسمشر غني لومړی مرستيال امرالله صالح هره ورځ د سهار په شپږ نيمو بجو باندې يو پوست کوي چې د امنیتي کړنو او ارزونو او نورو چارو په هکله پکې معلومات خپرېږي.

عطامحمد نور پخپله نننۍ وينا کې بيا همدا فیسبوکي پوستونه صرف تبليغات وبلل او ويې ويل چې چارواکي واقعي کار نشي کولی صرف د فيسبوک له لاری تبلیغات کوي.

که څه هم عطا محمد نور وويل چې دی د امنيت د راوستلو لپاره وسلې را اخلي ځکه چې د حکومت چارواکي د امنيت د راوستلو نيت نلري خو شننوکي وېره لري چې دا صرف د عطا محمد نور يو ډيالاک دی بلکې هغه د حکومت سره په همغږۍ باندې د ملېشه سازۍ لپاره زمينه سازي کوي، ځینې پوهان په دې اند دي چې حکومت وېره لري چې امريکا به دوی طالبانو ته یوازې پرېږدي له همدې‌کبله بايد زر تر زره ملیشې جوړې کړي.

خو د حالاتو ځينې پوهان بيا وايي چې عطامحمد نور په دې کار کې صرف خپلې شخصي ګټې او پلانونه پالي او غواړي پدې ډول بيا يو ځل په يو شکل باندې د دولت په نظامي ساختار کې خپل کسان دننه کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.