ملا برادر پر طالبانو نوی بندیز ولګاوه
خبريال وېبپاڼه/ وروسته له هغه چې پاکستان کې د ملا برادر د وينا او ليدنو ويډيو د انټرنټ له لارې خپره شوه دې ډلې خپلو پلويانو ته د يوې اعلاميې له لارې ويلي دي چې بايد نور یې غړي غونډو او مجلسونو ته د ځان سره ټيليفونونه يونسي.
څو ورځې وړاندې د په انټرنټ کې هغه ویډیو خپره شوه چې په پاکستان کې د طالبان مشرانو د ليدو کاتو څخه ډکه شوې وه، په دې ویډیو کې د ملا برادر ضد او نقيض څرګندونې د عقل او ډيپلوماسۍ د عرف خلاف د برادر خبرې ددې سبب شوې چې په ټولنيزو رسنيو کې ورباندې ګرم بحثونه وشي.
ملا برادر په دې ويډيو کې وايي چې د ډونالډ ټرمپ سره يې تر نيم ساعت زياتې خبرې وکړې چې دومره يې د هېچا سره نه دي کړې، ددې خبرې د ويلو سره په پاکستان موجود جوړ او ټپي طالبان د الله اکبر نارې وهي، خلکو د طالبانو په دې ذهنیت او کار باندې په ټولنيزو رسنيو کې د ټوکو او رشخنديو ماحول جوړ کړی و، د طالبانو لخوا د ټرمپ سره خبرې دوی ته د یو لوی کرامت څخه بل څه نه ښکارېدې.
طالبان به تل د مېز تر شا پټ وي
ډ طالبانو ډېری مجلسونه پټ وي لکه څنګه چې يې اوس بيا خپلو کسانو ته پخپله اعلامیه کې ويلي دي چې نور بايد غونډو ته تلیفونونه يونسي، طالبان مجبور دي د پردې تر شا یوه اعلامیه خپره کړي چې دا هم معلوم نه وي چې دا اعلاميه په ريښتيا چې ليکلې ده، طالبان په ښکاره د ولس سره د ارتباط جرت او ظرفيت هم نلري.
بلکې صرف د پردې له شا حکم کوي که کوم بې ګناه او بې چاره يې حکم ونه مانه نو بيا یې سپکوي او وژني.
طالبان د خپل منځي مجلسونو په هکله ځکه تدبير نیسي چې ددوی په مجلسونو کې د پاکستان صفتونه کېږي پاکستان پکې خپل صداقت بیانیږي او ځينې وخت خو بيا دوی ان پخپل ځان شرمېږي چې اوس کومه نادره ونه وايي.
د طالبانو له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي چې له دې وروسته به ددې ډلې پلویان مجلسونو ته کامره دار تلیفون نه پرېږدي، د طالبانو اعلامیه زیاتوي چې تېره ورځ بدون له اجازې ددوی د مشر ویډیو اخيستل او په انټرنټ کې خپرول ددې سبب شوي دي چې دوی ته ډېر لوی مشکلات او ستونزې جوړې شي.
په پاکستان باندې ثبوت
پاکستان ان تر پرونه پورې ويل چې د طالبانو جنګيالي او یا هم مشران په دې هېواد کې نشته دي خو د طالب مشرانو ليدنو کتنو او خبرو دا ثابته کړي چې طالبان په حقيقت کې هم د پاکستان په غېږ کې پراته دي.
اوس نو د افغان حکومت سره ښکاره دا ثبوت موجود دی چې د طالبانو مرستيال مشر په ښکاره وايي چې په جګړو کې ټپي شوي طالبان په پاکستان کې تداوي کېږي ددې ډلې مشر هم په پاکستان کې ساتل کېږي او ددوی د پناه ځای همدا پاکستان دی.
اوس کېدی شي د پاکستان له لوري په طالبانو دا فشار وارد شوی وي چې ولې یې دوی دومره په ښکاره افشا کړل، له همدې کبله طالبان پخپله اعلاميه کې دا وايي چې د تېرې ورځې ويډيو ورته ستونزې جوړې کړې دي او ددوی عسکر او پلويان بايد نور دا ډول مجلسونو ته تلیفونونه دننه نه کړي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.